د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۰

د هرات د هوايي ډګر پولیسو ۲ تنه د نشه‌يي توکو قاچاقچیان نیولي


د هرات ولایت د هوايي ډګر پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل‌یې نشه‎يي مواد هند ته قاچاق کړي.

د هرات د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نېک‎نام ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د هرات ولايت اوسېدونکي دي.

دوی د هیروئینو ۱۸۳ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‎یې په مستقیم پرواز کې يې د هندوستان ډېلي ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۴۵ ورځو کې د هرات ولايت سرحدي پولیسو ۲۳ کسان نیولي چې غوښتل‎یې ۱۲ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.

XS
SM
MD
LG