د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۹

مؤحد: تېره اوونۍ تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي


په تېره یوه اوونۍ کې تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له‎خوا په بند محکوم شوي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۴ کسان چې د نشه‎يي موادو د قاچاقو په ۱۴ قضیو کې نیول شوي، د ابتدائیه او استېناف محکمو له‎خوا له ۶ میاشتو څخه نيولې تر ۲۰ کالو پورې پر بند محکوم شول.

ښاغلی مؤحد وايي، په تېره اوونۍ کې ۳۳ کسان چې د افغان ځواکونو له‎خوا په ۲۲ عملیاتو کې نیول شوي، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نورو څېړنو لپاره لېږل شوي دي.

دی وايي:

"نهه کسان د هیروئینو د قاچاق په بېلابېلو قضیو کې نيول شوي چې غوښتل‎یې د حامد کرزي له تړیوال هوايي ډګره هیروئین قاچاق کړي، دوی د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. دې کسانو په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نشه‎يي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتل‎یې چې هند ته‌یې قاچاق کړي."

له دې کسانو سره ۳۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۲۵۴۰ کېلو ګرامه مورفین، ۵۶۹۰ کېلو ګرامه تریاک، ۵۴ ګرامه شیشه یا کرسټال او ۵۲۵۸ ټابلېټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG