د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۹

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۴۷ کسان نیولي


له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۴۷ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشه‎يي موادو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې ۳۳ عملیاتونه کړي چې په نتيجه کې یې ۴۷ کسان تر ۶۵۲ کېلو ګرامو زیاتو نشه‎يي موادو سره نیولي او بيا يې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.

له نیول شویو کسانو څخه تر دوو کېلو او ۸۳۲ ګرامو ډېر هیروئین او ۳۵۴ کېلو ګرامه تریاک نیول شوي چې په هېواد کې دننه او بهر ته‎یې قاچاق کول.

د یادونې وړ ده چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG