د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۰

امریکا یو پاکستانی د نشه‌يي توکو د شبکې د رهبرۍ په تور محکوم کړ


د امریکا متحده ایالاتو فډرال محکمې یو پاکستانی د نشه‎يي موادو د شبکې د رهبرۍ په تور په عمري بند محکوم کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شهباز خان په نوم پاکستانی په ۲۰۱۶ میلادي کال په لیبریا کې نیول شوی او بیا د امریکا متحده ایالاتو ته سپارل شوی دی.

دا پاکستانی په افغانستان او پاکستان کې د نشه‎يي موادو د یوې قاچاقي شبکې په رهبرۍ تورن شوی چې په زرګونه کېلو ګرامه هیروئین‌یې د هوا او سمندر له لارې امریکا ته قاچاقول.

د نیویارک فډرال محکمې قاضي د قضائيه غونډې په پای کې اعلان وکړ چې شهباز خان به لومړی نشه‎يي مواد له افغانستان او پاکستانه امریکا ته قاچاق کول او بيا به‎يې له‎دې لارې لاسته راغلې پیسې هغو جنګي ډلو ته ورکولې چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.

پر شهباز خان د محکمې وروستۍ پرېکړه به د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وشي.

XS
SM
MD
LG