د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

نیویارک ټایمز: د اوربند اعلان د باور جوړونې لپاره ښه ګام دی


د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا د یوه لنډ مهالي اوربند اعلان د باور جوړونې او د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره یو ښه ګام بللی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان ولسمشر په‎داسې حال کې اوربند اعلان کړ چې په افغانستان کې سخته مرګونې جګړه روانه ده.

د افغانستان جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پيغام کې اعلان وکړچې له افغان وسله‎والو طالبانو سره د روژې له اووه ویشتمې د کمکي اختر تر پنځمې پورې اوربند کوي.

د نیویارک ټایمز مقالې د ولسمشرغني له قوله لیکلي چې دا اوربند هغو طالبانو ته یو فرصت دی چې پوه شي په خپلو تاوتریخجنو بریدونو د عامو خلکو په زړونو کې ځای نه‎شي پیدا کولای.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې تر امرلاندې سرتېري به‎یې دا اوربند مراعات کړي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو اړخیز اوربند اعلان له سیاسي لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او ملګرو لېوالتیا په ډاګه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان ولسمشر په‎دې کار غواړي وښيي چې حکومت یې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کوي او د هغوی د غوښتنو په وړاندې نرمښت لري.

ورځپاڼه لیکي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جګړې له پیله تردې دمه دا لومړی وار دی چې د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره اوربند اعلان کړی دی.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیوته وویل چې په‎دې اړه به وروسته تبصره وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په همدې مطلب کې بیا دا هم لیکلي چې طالبانو په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې خپل حضور په چټکۍ پراخ کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانو په‎دې موده کې د افغانستان ځينې ولسوالۍ نیولي او نېږدې هره ورځ یې په افغان پوځيانو بریدونه کړي دي.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG