وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو په مالي سرچینو د امریکا متحده ایالتونو د هوايي بریدونو په اړه مقاله لیکلې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه، امریکا یو ځل بیا بمبارۍ تنظیم کړي، څو نه یوازې طالب جنګیالي بلکې، د هغوی مالي سرچینې هم هدف وګرځوي.
ورځپاڼه لیکي، په نوامبر میاشت کې د دغه ستراتيژیک کمپاین له پیله تر دې دمه، امریکايي الوتکو یو سل او دیارلس هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د دې بریدونو هدف، د تریاکو د کرکیلې او پر لارو د شوکو له درکه د طالبانو د عوایدو له منځه وړل دي.
نیوزویک:
نیوزویک مجلې د افغانستان پر کورنیو چارو وزارت د طالبانو برید ته اشاره کړې ده.
مجلې لیکلي چې دا برید داسې وخت شوی چې د کابل امنیتي وضعیت د طالبانو او داعش د ګډ ګواښ په خاطر خرابېږي.
د مجلې په لیکنه کې د ځینو کارپوهانو په باور لیکل شوي چې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې برید د دې اړتیا ښکاروي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ باید د افغانستان په اړه په خپله تګلاره بیا کتنه وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان:
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه مقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته پاملرنه نه کوي.
په لیکنه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د ښځو او نجونو په وړاندې هغه ۲۳۷ قضیې کتلي چې د عدالت غوښتونکې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان لیکلي چې اکثر دا قضیې محکمو ته نه دي راجع شوي.
د لیکوال په باور، که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د بشپړ له منځه وړلو لپاره یوه پالیسي جوړوي، خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.
ګارډین:
ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې لیکلي چې د وېلز د شهزادګۍ دیانا له خوا د ماین پاکۍ د کلونو مخکني کمپاین پرمختګونه شاته لوېدلي دي.
ورځپاڼه د دې شاتګ علت د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا د پرمختللو چاودېدونکو وسایلو تولید بولي.
افغانستان تر عراق او سوریې وروسته د ګارډین ورځپاڼې په دې مقاله کې هغه هېواد بلل شوی چې پکې داعش یا اسلامي دولت ډلې زیات چاودېدونکي وسایل تولید کړي او خلکو ته یې خطر متوجې کړی دی.
په مقاله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه ګواښ ته اشاره شوې چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا تولید شوي چاودېدونکي وسایل پېچلي، پرمصرفه او په سختۍ شنډېدونکي بلل شوي دي.