د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

هېواد: ولس غبرګون نه، بلکې د غاصب پاکستان پر ضد عملي ګام غواړي


د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د ځینو نورو مسایلو تر څنګ له خېبر پښتونخواه ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه په پورته شویو غبرګونونو تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د قبایلو د شورا په حواله لیکلي دي چې له خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د ادغام پرېکړه نه‌مني او وایي چې دوی د لوی افغانستان وګړي دي.

د ورځپاڼې په وینا د قبایلو شورا د باجوړ، مومندو، خېبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان استازیتوب کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د دې شورا غړو پرون په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې پاکستان په وروستیو کلونو کې قبایلي سیمې د ترهګرو په مرکز بدلې کړي، څو د افغانستان پر ضد ترې کار واخلي.

ورځپاڼې وړاندې د قبایلو د شورا د غړو په حواله لیکلي دي چې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته ولسونه ځان د لوی افغانستان برخه بولي او په هېڅ صورت له افغانستانه بیلېدونکي نه‎دي.

ورځپاڼه لیکي چې دې شورا له ملګرو ملتونو، د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو او اسلامي هېوادونو غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د قبایلي سیمو ازادي له تر پښو لاندې کولو ډډه وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د قبایلي شورا غړو خبرداری ورکړی، که پاکستان له خپلې دې پرېکړې تېر نه‎شي، نو له سختو ګواښونو سره به مخامخ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت هم له خېبر پښتونخواه ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام له‎پاره د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه بللې، خو ورځپاڼه لیکي چې ولس غبرګون نه، بلکې د غاصب پاکستان پر ضد عملي ګام غواړي.

کهېل ختم قبایل او ډیورند هضم.

ورځپاڼه لیکي چې ولس له حکومته غواړي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په اړه تاریخي او معتبر اسناد ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې ته دې وړاندې کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راروان دی، خو د ولس غوښتنه دا ده چې افغان لوری باید د پاکستان د پارلمان د وروستۍ ناوړه او غیر قانوني پرېکړې په اړه ورته تُند غبرګون وښیي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا تر دې سرلیک لاندې چې «کهېل ختم قبایل او ډیورند هضم»، خورا اوږد مطلب لیکلی چې په‎کې د ډیورند کرښې په اړه تاریخي سند او د افغانستان او پاکستان سیاستونو ته کتنه شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي د ډیورند کرښې په اړه د بریتانیا او پاکستان سیاستونه او په وړاندې یې د افغانستان د کمزورو حکومتونو سیاستونه جلا مسئله ده، خو حقیقت دا دی چې داسې کوم سند نه‌شته چې وښیي د افغانستان کوم قانوني حکومت د افغانستان د خاورې یوه برخه بریتانوي هند او یا پاکستان ته وربخښلې وي.

ورځپاڼې وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د اسلام‌اباد تېریو او په وړاندې یې د افغانستان له لوري غبرګونونو ته کتنه کړې، خو د قبایلو د ادغام له‎پاره د پاکستان په وړاندې د افغانستان غبرګون خورا نرم بلل شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا په‎کار ده چې د افغانستان ملي شورا او سیاسي ګوندونه هم په‎دې اړه تُند غبرګونونه وښیي.

XS
SM
MD
LG