د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

بالتيمور پوسټ: پر ايران بنديزونه، د افغانستان حياتي-تجارتي پروژې ته خطر پېښوي


  • بالتيمور پوسټ (The Baltimore Post)

بالتيمور پوسټ انلاين خپرونې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې: پر ايران د امريکا بنديزونه، د افغانستان حياتي-تجارتي پروژې ته خطر پېښوي.

خپرونې د روېټرز په حواله ليکلي، د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دې اعلان چې د ايران له اټمي تړونه به وځي او پر دغه هېواد به بيا بنديزونه لګوي، هغه پروژه زيانمنوي چې د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا لپاره پلان شوې ده.

بالتيمور پوسټ خپرونې په ايران کې د چابهار بندر د پروژې يادونه کړې چې هندوستان‌يې ملاتړ کوي او په وچه کې د ايسار افغانستان لپاره د حمل او نقل د يوه دهلېز لپاره طرحه شوې ده.

دغه پروژه د میليونونو ډالرو په ارزښت تجارت ته لار اواروي او پر پاکستان چې کله کله غير دوستانه چلند خپلوي، د افغانستان اتکا کموي.

د خپرونې په باور په اقتصادي لحاظ د افغانستان بسيا کېدل پر نړيوالو مرستو هم د کابل اتکا کموي، دغه‌راز د کوکنارو د کښت او قاچاق تجارت ته ضربه رسوي چې د وسله‌والو طالبانو د عوايدو عمده سرچينه ګڼل کېږي.

په ليکنه کې ويل شوي، د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې چې پر ايران به بيا بنديزونه لګول کېږي او مالي ادارې له تهران سره د تجارت په صورت کې جريمه کېږي، د چابهار پروژې پر ثبات هم سيورى غوړولى دى، ځکه بانکونه د مجازاتو او جريمه کېدو له بېرې له مالي چارو شا ته کېږي.

د چابهار بندر پروژه په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغانستان، ايران او هندوستان له‌خوا پرانیستل شوه.

  • ګارډين (The Guardian)

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې پر هغو بمي چاودنو ليکنه خپره کړې چې د جمعې ناوخته وشوې.

دغه حمله څو بمي چاودنې وې چې د رمضان جام په نوم د کرکټ د سياليو پر مهال په ورزشي سټوډيوم کې وشوې، ٨ کسان‌يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

ورځپاڼې ليکلي، کرکټ لوبه د هغو افغان کډوالو له‌خوا افغانستان ته راوړل شوې چې د مهاجرت پر مهال‌يې زده کړې وه چې اوس په يوه محبوبه لوبه بدله شوې، په ځانګړي ډول د افغانستان په ختيځ کې.

ګارډين د دې پېښې په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما اعلاميې ته هم اشاره کړې چې ويلي يې دي دا څلور چاودنې وې چې دوه په لوبغالي کې او دوه دباندې وشوې.

ورځپاڼې ننګرهار هغه ولايت ياد کړى چې روان ميلادي کال په‌کې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

د ناامنۍ تر ټولو وروستۍ پېښه ٨ ورځې مخکې د مستوفيت پر ودانۍ حمله وه چې ١٥ کسان په‌کې ووژل شول او داعش ډلې يې مسؤليت واخیست.

ګارډين ليکلي، په ننګرهار کې چې د طالبانو تر څنګ د داعش جنګياليو هم په‌کې نفوذ کړى، د امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله والي محمد ګلاب منګل استعفا وکړه.

د ورځپاڼې په باور دغو حملو پر افغان حکومت د خلکو باور په داسې حال کې کم کړى چې په تلې یا ميزان مياشت کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتووالى روان دى.

XS
SM
MD
LG