د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

نړۍ

د جرمني په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

د جرمني پولیس وايي چې د هغه هېواد په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو کې وژل شوي او پولیسو یو مشکوک وګړی نیولی دی.

د جرمني د پولیسو یوه ویاند پرون شنبه وویل چې مشکوک او دواړه قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

سیمه یېزو رسنیو ویلي چې د «Brebach-Fechingen» په سیمه کې یوه سړي، له تفکیک پرته پر خلکو ډزې کولې، خو پولیسو دا خبر نه دی تائید کړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حماس د کرم شالون پر سرحدي دروازې د حملې مسوولیت ومانه

د کرم شالون د سرحدي سیمې یو انځور
د کرم شالون د سرحدي سیمې یو انځور

د فلسطینیانو د افراطي ډلې حماس پوځي څانګې پرون د کرم شالون پر سرحدي دروازې د حملې مسوولیت ومانه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

اسراییل وايي، په دې حمله کې یې درې سرتېري وژل شوي دي.

د اسراییل د پوځ په وینا لس توغندي د غزې په جنوب کې له رفح د دې سرحدي دروازې پر لوري توغول شوي دي.

د اسراییل په وینا، دغه سرحدي دروازه د مرستو د هغو لاریو پرمخ چې کلابندې شوې غزې ته روانې وې، وتړل شوه.

نورې سرحدي دروازې لا خلاصې دي.

د حماس ډلې پوځي څانګه وايي، سرحدي دروازې ته څېرمه یې د اسراییل د پوځ پر یوه پوځي اډه توغندي ویشتلي، خو دا یې نه دي تایید کړي چې دا توغندي له کومه ځایه توغول شوي دي.

د حماس رسنیو د هغې سرچینې په وینا چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د حملې هدف دغه تجارتي دروازه نه وه.

نوي پروګرام په تړاو خبرې؛ د پیسو نړیوال صندوق یو پلاوی پاکستان ته ځي

د پیسو نړیوال صندوق نښان
د پیسو نړیوال صندوق نښان

تمه ده چې د پیسو نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" یو پلاوی روانه میاشت پاکستان ته سفر وکړي څو د دغه هېواد له چارواکو سره د نوي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

دغه سازمان پرون د مې ۵مه اسلام اباد ته د خپل پلاوي د سفر په اړه اعلان وکړ چې پاکستان د راتلونکي مالي کال د بودیجې په اړه بحثونه پیل کړي دي.

تېره میاشت، پاکستان په چارو کې د حکومت د پاتې راتلو د مخنیوي لپاره د ۳ میلیارد ډالرو لنډمهاله پروګرام بشپړ کړ.

خو د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف حکومت د یوه نوي او اوږدمهاله پلان پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د پیسو نړیوال صندوق پرون رویټرز ته په یوه ایمیل کې وویل چې تمه کېږي یو پلاوی یې همدا مې میاشت پاکستان ته سفر وکړي ترڅو د ټولو پاکستانيانو د هوساینې په هدف د ۲۰۲۵م مالي کال بودیجې، پالیسیو او اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي.

اسراییلي ځواکونو د بیت‌المقدس په ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون په دفتر برید کړی

په منځني ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون یو دفتر
په منځني ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون یو دفتر

خبري آژانسونو د بیت المقدس په ختیځ کې د الجزیرې تلوېزیون په دفتر د اسراییلي ځواکونو د حملې خبر ورکړ.

څو خبري آژانسونو د اسراییلي رسنیو په حواله ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو تېر ماښام د مې۵مه د الجزیرې تلوېزیون پر دفتر برید وکړ او تجهیزات یې ضبط کړل.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون اعلان وکړ چې د هغه هېواد د کابینې د پرېکړې پر اساس، په ټول اسراییل کې د الجزیرې تلوېزیوني چینل بند شوی دی.

اسراییلو د الجزیرې تلوېزیون چې مرکز یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس، په ګټه د یو اړخیزو پروګرامونو په خپرولو تورن کړی دی.

خو الجزیرې د اسراییلو دغه عمل غندلی او د دغه هېواد له لوري لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

زرګونو اسراییلي مظاهره چیانو په غزه کې له حماس سره د اوربند غوښتنه وکړه

په تل‌ابیب کې د مظاهرو یو انځور
په تل‌ابیب کې د مظاهرو یو انځور

زرګونو اسراییلي مظاهره چیانو د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له حکومت څخه وغوښتل چې په غزه کې له حماس سره اوربند ومني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون شنبې په تل‌ابیب کې په داسې حال کې زرګونو خلکو لاریون وکړ چې د حماس د سختدریځې ډلې مشران په قاهره کې له مصري او قطري منڅګړو سره په خبرو بوخت وو.

د حماس له لوري، چې امریکا او اسراییل یې تروریستي تنظیم ګڼي، د ۱۳۰ یرغملو خپلوانو او خواخوږو وویل، د یرغملو د خلاصون لپاره دې هر ممکن کار وشي.

صادق خان په درېیم ځل د بریتانیا د پلازمېنې ښاروال انتخاب شو

صادق خان پرون شنبې د ټولو رایو په سلو کې ۴۴ ترلاسه کړې او د پر له پسې درېیم ځل لپاره د لندن ښاروال غوره شو.
صادق خان پرون شنبې د ټولو رایو په سلو کې ۴۴ ترلاسه کړې او د پر له پسې درېیم ځل لپاره د لندن ښاروال غوره شو.

د لندن پاکستاني الاصله ښاروال، صادق خان په درېیم ځل د بریتانیا د پلازمېنې ښاروال انتخاب شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، صادق خان پرون شنبې د ټولو رایو په سلو کې ۴۴ ترلاسه کړې او د پر له پسې درېیم ځل لپاره د لندن ښاروال غوره شو.

د ده سیالې سوزان هال، چې د محافظه کار ګوند کاندیده وه، ۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړای شوې.

د ایران په زاهدان کې وسله‌واله نښته؛ یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي

د ایران په زاهدان کې د شوې پېښې سیمې څخه یو انځور
د ایران په زاهدان کې د شوې پېښې سیمې څخه یو انځور

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې تېره شپه په یوه وسله‌واله نښته کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا وايي چې له نښتې وروسته رضاکار یا بسیجي ځواکونه د پېښې سیمې ته واستول شول.

له بلې خوا د ایران سپاه پاسداران ته نژدې خبري اژانس فارس ویلي چې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اژانس نښته د څو تنو ترمنځ د شخصي اختلاف له کبله بللې ده.

خو حال وش ویبپاڼې په خپل ټلګرام کې ویلي چې د ایران د ملېشه ځواکونو او نامعلومو وسله‌والو ترمنځ نښته شوې او دوه ساعته یې دوام کړی دی.

په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ایرانۍ کښتۍ جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې

ارشیف: یوه ایرانۍ کښتۍ
ارشیف: یوه ایرانۍ کښتۍ

د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي وار لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته واوښته.

د ایران دولتي راډیو پرون شنبه دا خبر ورکړ، خو د "شهید مهدوي" په نوم یې د دې کانټینري کښتۍ موقعیت افشا نه کړ.

د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه.

ظاهراً دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کېږي.

ایراني ځواکونو په فبروري میاشت کې یو منځ‌واټنه توغندی د لومړي وار لپاره وازمایه، چې کولی شي ۱۷۰۰ کیلومتره مزل وکړي.

د جرمني پولیسو د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي

ارشیف: په جرمني کې د فلسطینیانو په پلوۍ د یوه لاریون انځور
ارشیف: په جرمني کې د فلسطینیانو په پلوۍ د یوه لاریون انځور

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پولیسو په هومبولټ پوهنتون کې د فلسطینیانو په پلوي د رابلل شویو مظاهرو له ځپلو وروسته، ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي دي.

د جرمني پولیسو پرون اعلان وکړ چې په ټوله کې د جمعې له ورځې ۳۸ اعتراض کوونکي نیول شوي او ۳۷ جنايي دوسیې پرانیستل شوي چې په هغو کې د قانون د تنفیذ د مامورانو خلاف احتمالي تحریک هم شامل دی.

اعتراض کوونکو د جمعې په ورځ شعار ورکاوه چې له سمندره تر سینده، فلسطین به ازاد شي.

دا هغه لانجمن عبارت دی چې د برلین پولیسو هڅه وکړه، هغه د یهودانو ضد جملې سره ډلبندي کړي.

برازیل کې سېلابونه او ځمکې ښویېدنې يېښه؛ د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد

په برازیل کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
په برازیل کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د برازیل په جنوب کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۵۶ ته پورته شو.

چارواکي وايي، ۶۷ نور کسان تري تم دي.

د دغه هېواد د ملکي دفاع ادارې پرون شنبه وویل، چې په ریو ګراندي دو سول (Rio Grande do Sul) ایالت کې د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو بندونو ته یې خطر پېښ کړی دی.

په دغه ایالت کې چارواکي هڅه کوي، خلک له زیانګالو سیمو، خوندي ځایونو ته تخلیه کړي.

له تېرې دوشنبې څه باندې ۲۴زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

طالبانو په جوزجان کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په جوزجان ولایت کې په عام محضر کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی.

دغې محکمې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې پر دغو کسانو د غلا په تور د قوشتېپې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم له مخې دا حکم تطبیق شو.

وړاندې لیکلي چې یو تن په ۲۲ دُرو وهلو او یو کال تنفیذي بند او دویم تن په ۱۵ دُرو وهلو محکوم شو.

دغې محکمې پرون د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې هم پر یوه کس، د هغه څه په تور چې محکمې اخلاقي فساد بللی، په عام محضر کې د ۳۰ دُرو وهلو د سزا د تطبیق خبر ورکړی.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي، ځکه دغه ادارې د محاکمو د شفافیت په باب اندېښنې لري او وايي په اکثرو مواردو کې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو له حق هم محروم دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG