د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۱

افغانستان ته د نورو بریتانوي سرتېرو استولو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

اټکل کېږي چې بریتانیا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر دوه برابره زیات کړي.

ګارډین ورځپاڼې په دې اړه یوه مطلب لیکلی دی.

ګارډین ویلي چې افغانستان ته د بریتانیا د نویو سرتېرو د ورتګ مسئله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر غوښتنې وروسته مطرح شوه.

اوس وخت بریتانیا په افغانستان کې شپږ سوه سرتېري لري چې ډېری یې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مخته بیایي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه، مشوره او مرسته ده.

دا ماموریت په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی دی.

ناټو په افغانستان کې څه باندې ۱۵ زره سرتېري لري.

بریتانیا په داسې وخت کې افغانستان ته د زیاتو سرتېرو د استولو پر مسئله کار کوي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا له شماله تر جنوبه په ګڼو سیمو بریدونه شوي دي.

په دې وروستیو کې پر فراه ښار د طالبانو ډله ییزه حمله او د غزني نا امني د دغو بریدونو لویې بېلګې دي.

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼې هم په همدې مسئلې یو مطلب لیکلی دی.

ټایمز په دې عنوان دا مطلب چاپ کړی چې افغانستان ته سلګونه نور سرتېري په پام کې نیول شوي دي.

په دوام کې راغلي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ۴۰۰ اضافي بریتانیايي سرتېرو استول یو انتخاب دی.

تر اوسه دا پرېکړه نه ده قطعي شوې.

تمه کېږي چې د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې په جولای میاشت کې د ناټو غړیو هېوادونو په سرمشریزه کې په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به په بروکسل کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته په یوه رسمي سفر بریتانیا ته هم ولاړ شي.

صفي الله ستانکزی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG