د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۰

نړۍ

د سوريې د سولې د مذاکرو نهم پړاو په استانه کې پيلېږي

د سوريې د سولې د مذاکرو نهم پړاو نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پيلېږي.

دغه مذاکرې د ايران، روسيې او ترکيې په همکارۍ ترسره کېږي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند انور ژايناقوف نن دوشنبه خبريالانو ته وويل، په پام کې ده نن ناوخته د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټیفان دي میستورا په دغو مذاکرو کې برخه واخلي او د سوريې د وسله‌والو مخالفینو يو هيئت به سبا ناوخته استانې ته ورسېږي.

ژايناقوف زياته کړه، په دغو مذاکرو کې د امريکا متحده ايالات برخه نه‌لري.

امريکا تر دې مخکې دغسې مذاکرو ته خپل هيئت استاوه.

د سوريې لپاره د روسيې د ولسمشر استازى الکساندر لاورينت-يف پرون یکشنبه وويل، مسکو لا هم هيله‌مند دى چې واشنګټن به په دغو مذاکرو کې برخه واخلي.

د استانه د مذاکرو تر څنګ د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په ژنيو کې جلا مذاکرې هم شوي چې په ټوله کې د سوريې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره يوه سياسي حل لاره ولټول شي.

په دې جګړه کې تر درې لکه او ٣٠ زرو ډېر کسان وژل شوي او په میليونونو نور، له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځ‌پړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځ‌پړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.

ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.

ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.

بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ

د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام
د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام

د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.

پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.

بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.

اسرائیلو په غبرګون کې په بیت‌المقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویان‌یې اسرائیلو ته ممنوع‌الدخول اعلان کړي دي.

د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

ارشیف، د سوریې امنیتي سرتېري
ارشیف، د سوریې امنیتي سرتېري

د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.

د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.

په نړۍ کې د تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته لوړه شوه

په منځني ختیځ کې د شخړو او د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو له زیاتیدو سره په نړیوالو بازارونو کې د اومه تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته رسیدلې ده.

په اسیايي بازارونو کې د برېنټ تېلو د یوه بیرل بیه ۹۹ ډالره او ۶۳ سېنټو او د امریکا د وېسټ ټېکزاس د انټرمیډیټ تېلو د یوه بیرل بیه هم نږدې ۹۵ ډالرو ته رسیدلې. دا په نږدې دوو میاشتو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.

د یمن د کورنۍ جګړې پراخوالی او د یمن د حوثیانو له‌ خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه په نړۍ کې د تیلو د بیو د پام وړزیاتوالي مهم لاملونه بلل کیږي.

امریکا او ایران پر یوبل بریدونه بیا زیات کړي دي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام نن چهارشنبې اعلان وکړچې د ایران پنځه تیل وړونکې بیړۍ یې د عمان په خلیج کې ویجاړې کړې دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پربیړیو دغه بریدونه وروسته له هغې وشول چې سپاه پاسداران ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بریدونو کې د امریکا د سمندري ځواک دوه بیړۍ په نښه کړې وې خو ورته زیان ندی رسیدلی. د خبرپاڼې له مخې امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزن ۱» او «ریسکو» نومي ټانکرونه او د ایران د خارک ټاپو ته نږدې «دریا» ټانکرونه ویجاړ کړي دي.

د سینټکام په وینا د تیلو دغه ټانکرونه د ایران د تېلو د یوې څو میلیارد ډالري شبکې برخه وو چې ادعا کېږي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او په سیمه کې یې د هغوی د متحدینو لپاره مالي سرچینې برابرولې. ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده.

د اردن چارواکو په وینا، ایران تېره شپه د دې هیواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغولي وو چې د هوايي مدافعې سیسټمونو یې ۱۸ توغندي شنډ کړل، خو دوه نور پرهغو سیمو ولګیدل چې څوک پکې نه اوسي. په دغه بریدونو کې د مرګ ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په عین حال کې سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو او په اتو نورو تیل وړونکو بیړیو یې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي. خو دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

پر اسرائیل د ۱۲ هېوادونو تازه فشار؛ یهودي مېشت‌ځایونو سره سوداګري محدودوو

په لوېدیځه غاړه کې یهودي مېشت‌ځایونه
په لوېدیځه غاړه کې یهودي مېشت‌ځایونه

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې بریتانیا، کاناډا او فرانسه هم په‌کې شامل دي، د سې ‌شنبې په ورځ د «وږي په ۱۷مه» اعلان وکړ چې د یهودي مېشت‌ځایونو له‌خوا د فلسطیني سیمو پر اوسېدونکو د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشت‌ځایونو سره پر سوداګرۍ محدودیتونه ولګوي.

د ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، ایرلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، هسپانیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغو مېشت‌ځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو هوډ لري.

دغو هېوادونو ویلي چې د مېشت‌ځایونو پراختیا او د مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي زیاتېدل، د دوو دولتونو حل‌لارې ته د رسېدو امکان کمزوری کوي.

دوی هغې طرحې ته اشاره کړې چې له مخې به‌یې اسرائیل او فلسطین د دوو جلا دولتونو په توګه یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند کوي.

د اسرائیل د حکومت چارواکو له دغه ډول طرحې سره مخالفت کړی دی.

بریتانیا اعلان کړی چې په اشغال شویو سیمو کې له غیر قانوني مېشت‌ځایونو څخه به د مالونو واردات منع کړي او فرانسې هم ویلي چې له دغو مېشت‌ځایونو سره به سوداګري ودروي.

د اسرائیل چارواکو د دغو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.

د راپورونو له مخې، د لوېدیځې غاړې په مېشت‌ځایونو کې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر یهودان ژوند کوي.

د اسرائیل د مالیې وزیر د «وږې په ۱۵مه» ویلي و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د لوېدیځې غاړې د ځینو هغو مېشت‌ځایونو د تخلیې امر کړی چې د اسرائیل د قوانینو له مخې غیر قانوني بلل کېږي.

سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید وغنده

د یمن حوثیان ، ارشیف
د یمن حوثیان ، ارشیف

سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید چې په نتیجه کې یې ۷۳ کسان ټپيان شول وغانده او وايي چې د ځان څخه دفاع لپاره به ټولو اقداماتو ته مخه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې ورځې ( وږي ۱۷) اعلامیه له حوثیانو غواړي چې د کړکیچ د زیاتولو د هرډول اقداماتو او پر بیړیو بریدونو څخه لاس واخلي.

دیمن حوثیانو چې دتهران له ملاتړه برخمن دي په ریاض تور لګولی دی چې د یمن په شمال کې په یوه زندان باندې هوايي برید کې یې لږترلږه اوه کسه وژلي دي.

زیلنسکي: روسیې په کیف کې مهم تاسیسات په نښه کړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسشمر وايي روسیې په کیف باندې په یو شپني برید کې مهم تاسیسات په نښه کړي دي.

ولودیمیر زیلنسکي نن سه شنبې ( وږي ۱۷) پرخپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې "دا یوه پیچلې حمله وه چې روسانو زیار وکړ په داسې ډول یې پلان کړي چې د بالستیک توغندیو ، کروز او بیړۍ ضد راکټونو او شاهد ډوله بې پیلوټو الوتکو په کارولو سره خلکو ته زیان ورسوي.

داوکراین ولسمشر ددغه برید د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

په اوکراین د روسیې نا موجه پراخ برید چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ پیل شو تراوسه هم دوام لري.

د امریکا پوځ وايي د ایران د محاصرې په ترځ کې یې د لسګونو تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی

یوه امریکايي جنګي الوتکه په ایران کې د عملیاتو لپاره د یوې بیړۍ څخه د پرواز په مهال
یوه امریکايي جنګي الوتکه په ایران کې د عملیاتو لپاره د یوې بیړۍ څخه د پرواز په مهال

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنتکام) وايي، د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د نوي پړاو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو تر اوسه د ۹۴ تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی.

سنتکام د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې تر اوسه امریکايي پوځ درې بېړۍ له فعالیت څخه غورځولې او دوه نورې یې تلاشي کړې دي.

سنتکام ټینګار کوي چې دغه اقدامات د دې لپاره ترسره شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران سمندري محاصره په بشپړ ډول رعایت کېږي.

سنتکام پر اېکسپاڼې د «یواس‌اس جورج اېچ. ډبلیو. بوش» الوتکې‌وړونکې بېړۍ څخه د شپې د عملیاتو په مهال د یوې F-18 ډوله جنګي الوتکې د پورته کېدو انځور هم خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه بېړۍ په عربي سمندر کې د ایران پر وړاندې د امریکا د محاصرې د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.

سیمه کې پر امریکايي شرکتونو د برید په اړه د تهران تازه خبرداری

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف، امریکا ګواښلې چې که د ایران د تېلو او ګازو پر تأسیساتو برید وکړي، ایران به په سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه په نښه کړي.

قالیباف د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په اېکس‌پاڼه ولیکل چې "موضوع ساده ده: دلته د تېلو او ګازو د تولید ځنځیر پراخ، د لاسرسي وړ او زیانګالی دی. په ټوله سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه او د هغوی تأسیسات هم په همدې کچه له خطر سره مخ دي".

هغه زیاته کړې چې "که زموږ پر تأسیساتو برید وکړئ، موږ به هم تاسو په نښه کړو. موږ دا کار مخکې هم کړی دی. له هغو اډو څخه پوښتنه وکړئ چې نور د کارونې وړ نه‌دي".

د قالیباف دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ایران ته خبرداری ورکړی چې په امریکايي بېړیو دې برید نه‌کوي.

هګست ایران ته ویلي و "موضوع ساده ده: که ایران پر امریکايي بېړیو ډزې وکړي، موږ به د هغوی تېل‌وړونکې بېړۍ له‌منځه یوسو او ډوبې به‌یې کړو. هغوی باید پر امریکايي سمندري ځواکونو ډزې ونه‌کړي".

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG