د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

په فراه کې د وروستیو ناامنیو په اړه د لانګ وار ژورنال تبصره


  • لانګ وار ژورنال «Long War Journal»

امريکايۍ انلاين خپرونې لانګ وار ژورنال په فراه ولايت کې پر هغه ډله ييزه حمله ليکنه خپره کړې چې د پنجشنبې او جمعې ترمنځ د شپې ناوخته وشوه او په نتيجه کې يې خپرونې لږ تر لږه د ٣٢ پوليسو او د ملي اردو ٩ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د ليکنې په حواله، په فراه ولايت کې وروسته له هغې ناامني زياته شوه چې ناټو تړون په ٢٠١٤میلادي کال کې امنيتي مسؤليتونه افغان ځواکونو ته وسپارل او له افغانستان څخه يې اکثريت پوځيان ووتل.

لانګ وار ژورنال خپرونه ليکي، وسله وال طالبان توانېدلي پر افغان پوځ او د پوليسو پر ځواکونو، کمزورو او فاسدو محلي حکومتونو غلبه حاصله او په هغو غربي ولايتونو کې د پښې ټينګولو ځاى پيدا کړي چې يو وخت ارام ګڼل کېدل.

د خپرونې په حواله وسله وال طالبان د فراه ولايت د ١١ ولسواليو له جملې پر ٣ ولسواليو کنټرول لري او د شپږو نورو ولسواليو پر سر په مبارزه بوخت دي.

لانګ وار ژورنال زياتوي د پنځو ولايتونو د مرکزونو له جملې د فراه ولايت مرکز، د ٢٠١٦میلادي کال په پاى کې د وسله والو طالبانو له مستقيم خطر سره مخامخ و.

د ليکنې په حواله وسله والو طالبانو د ٢٠١٧میلادي کال په بهير کې هم د فراه ښار په څنډو کې حضور درلود چې په دغه ولايت کې يې په پرله پسې ډول امنيتي ځواکونو ته مزاحمتونه پېښول.

خپرونې د ٢٠١٨میلادي کال د جنورۍ مياشتې په نيمايي کې د ولايتي چارواکو خبرداري ته اشاره کړې چې ويلي يې وو، وسله وال طالبان نور د ښار په څنډو کې نه، بلکې د ولايت مرکز ته ننوتلي دي.

د هغه وخت د والي مرستيال محمد يونس رسولي د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو انتقاد کړى و.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان د جنورۍ په وروستيو کې په فراه کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو له کبله استعفا وکړه او تور يې ولګاوه چې بېلابېلو اشخاصو يې په کارونو کې مداخله کوله.

  • ملګري ملتونه «United Nations»

ملګرو ملتونو په خپله ويب سايټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت د سمېدو لپاره د افغان حکومت پر تعهد ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې افغانستان ته، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستيال سرمنشي اندريو ګيلمور «Andrew Gilmour» څلور ورځني سفر ته اشاره شوې چې د تروريستي بريدونو پر مهال يې د ملکي مرګ-ژوبلې زياتېدلو او د ښځو په وړاندې د روان تبعيض مسئلې ته يې پام اړولى دى.

ښاغلي ګيلمور ويلي، که څه هم د افغانستان حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په ختمولو کې ډېر پرمختګ کړى، خو د وژنو، شديد تاوتريخوالي او مضرو دودونو غوندې د تاوتريخوالي تر ټولو شديدې قضيې د خواشينۍ وړ دي.

د ملګرو ملتونو د ويب پاڼې په ليکنه کې ويل شوي چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي ګيلمور د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې له سختو شرايطو سره- سره د ملکيانو د خونديتوب لپاره د ولسمشر د نورو اقداماتو د ژمنې هرکلى وکړ.

په ليکنه کې ويل شوي چې ښاغلي ګيلمور د سولې او پخلاينې په يوه کنفرانس کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ټولنې يو پام وړ او مهم ستون ياد کړ او ويې ويل: افغانان امن او داسې سوله غواړي چې پر شفافيت او عدالت ولاړه وي.

XS
SM
MD
LG