په افغانستان کې د کرکټ د کورنيو سياليو هغه ټورنمنټ چې نېږدې ٧٥ ورځې مخکې پيل شوى و، د شنبې په ورځ پاى ته ورسېد.
د فرسټ کلاس په نوم د دغو مسابقو په لړ کې د بند امير او امو زون ټيمونه پايلوبې ته وتلي وو.
افغان کرکټ بورډ دغه ډول ټورنمنټونه د کرکټ ملي او د اتلس کلونو ټيمونو ته د نويو څېرو په جلبولو کې مهم ګڼي.
د ازادي راډيو خبریال صالح محمد صالح د کرکټ بورډ له سلاکار عزيز الله فضلي سره مرکه کړې ده.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: