د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۶

رادمنش: په فراه کې ګڼو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په فراه کې۴۵ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې وزارت ویاند، محمد رادمنش پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو حملې په شا کړي کړي دي.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"دهشت اچونکو ډلو ته درانه تلفات اوښتي دي چې تر ۴۵ تنه زیات مړي او زخمیان لري، د افغانستان امنیتي ځواکونو له خپلو سیمو کلکه دفاع کړې، خو متاسفانه، ۱۶ تنه شهیدان او ۴ زخمیان لرو."

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل چې د بدخشان په تیشکان، کوهستان او جرم ولسوالیو کې هم وسله وال طالبان مات شوي او درانه تلفات لري.

خو وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG