د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۵۴

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه ویلي؟


وال سټریټ ژورنال:

امریکايي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي، په کابل او نورو ولایتونو کې وروستۍ حملې ښيي چې د امریکا له ملاتړه برخمن د افغانستان امنیتي ادارې او استخبارات د تاوتریخوالو مخه ونه شوای نیولای.

وال سټریټ ژورنال په کابل کې د چهارشنبې د ورځې بریدونو ته په اشارې ویلي چې د پلازمېنې کابل وضعیت تر بل هر وخت زیات له ننګونو سره مخ دی.

د ورځپاڼې په خبره، طالبان که له یوې خوا تر پوځي فشار لاندې دي چې خبرو ته حاضر شي، خو له بلې خوا یې حملې زیاتې کړي او فاریاب ولایت خو اوس د دوی په مرکز بدل شوی، ځکه څو ولسوالۍ یې نیولي او مرکز میمنه یې له ګواښ سره مخ کړې.

سټارز اینډ سټرایپز:

سټارز اینډ سټرایپز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا په سناجرګه کې د کنتاکي ایالت استازی راند پال ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅوي چې له افغانستانه ووځي او ۱۷ کلنه جګړه ختمه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو د یاد سناتور د ملاتړ یو هدف همدا و چې پامپیو ژمنه وکړي چې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان ماموریت پای ته رسوي.

ټرمپ له سناتور راند پاول سره د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړو د انتخاباتي مبارزو پر مهال مخالف و، خو اوس د دواړو نظر د افغانستان په اړه یو ښکاري.

سټارز اینډ سټرایپژ وایي، سناتور پاول له ولسمشر ټرمپ سره په وروستیو لیدنو کې په دې پوه شوی چې ډونالد ټرمپ د افغانستان د جګړې د ختمولو نیت لري.

خو ورځپاڼه بیا وایي، ټرمپ تېر اګست د افغانستان په اړه سټراتيژي اعلان کړه او په دغه هېواد کې یې د امریکا ښکېلتیا لا پسې نوره هم زیاته کړه.

ډیلي ټلګراف:

ډیلي ټلګراف ورځپاڼې لیکلي چې سلګونه افغان ښځې د دغه هېواد د هغو هڅو په خاطر له ګواښ سره مخ شوي چې غواړي د امن خونو اداره په کنټرول کې ولري.

ورځپاڼه ادعا کوي، که د امن خونو کنټرول حکومت په لاس کې واخلي، ښايي سلګونه ښځې د تېري او یا وژنو له ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دې وروستیو کې یو وړاندیز کړی چې د څلوېښتو امن خونو کنټرول په لاس کې واخلي.

تر دې مخکې نادولتي موسسو دا امن خونې کنټرول او تمویلولې.

ډیلي ټلګراف وړاندې لیکي، افغانستان د جنسیتي نابرابروالي له پلوه، د ۱۵۵ هېوادونو تر منځ په ۱۵۲ مقام یعنې په وروستیو درېیو ملکونو کې دی.

د امن خونو د کنټرول لایحه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کال کې له ناکامۍ سره مخ شوه، ځکه هغه وخت د لوېدیځو هېوادونو فشارونه زیات وو، خو اوس معلومه نه ده چې د دغو امن خونو او هغو سلګونو ښځو او نجونو برخلیک څنګه کېږي چې دلته شپې او ورځې تېروي.

XS
SM
MD
LG