د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۴

د جلال اباد اوسېدونکي د مرکزي روغتون ډاکتران په بې پروايۍ تورنوي


د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د جلال اباد مرکزي روغتون ډاکتران له ناروغانو سره په بې پروايۍ تورنوي.

په ټولنیزو او يو شمېر نورو رسنیو کې د مرکزي روغتون ډاکترانو په اړه د خلکو غبرګونونو هغه مهال زور واخیست چې د يوه مار چيچلي ناروغ زخم چينجي وکړل.

ښاريان وايي، دې ته ورته نورې ډېرې پېښې په روغتونونو کې شوي چې یو مهم لامل يې د ډاکټرانو بې پروايي ده.

دوی وايي هغه ډاکتران چې له ناروغانو سره په بې پروايۍ تورن دي او که پرې تورونه ثابت شي، نو عدليي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي چې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

د خلکو ددې ادعا په اړه چې د جلال اباد په مرکزي روغتون کې ډاکتران بې پروايي کوي، د مرکزي روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواری دا خبره نه مني او وايي چې پر دې روغتون د ناروغانو شمېر زيات دی.

د مسؤلینو په خبره، د جلال اباد مرکزي روغتون ته د ختیځو ولایتونو او د لویو لارو ناروغان ورځي، خو امکانات ورته د پخوانۍ سروې له مخې برابر شوي دي.

XS
SM
MD
LG