د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۷

افغانستان

په خوست کې د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

نن سې شنبه په خوست کې د تلاسیمیا یا د وینې د کموالي نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په داسې حال کې چې لا هم د یاد ولایت په ګډون د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نه‌شته.

په خوست کې د نور په نوم یو خیریه بنسټ چې د تلاسیمیا د ناروغۍ د تشخیص او دوا درملو څه نا څه اسانتياوې يې برابرې کړي، د شتمنو او مالدارو خلکو په مرستو فعالیت لري.

د یاد بنسټ مشر ډاکتر محمد نور ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې دوی سره په دې ناروغۍ اخته ۶۰۰ ماشومان او تنکي زلمیان ثبت او راجستر دي چې هغوی څخه د معایناتو فیس نه‌اخیستل کېږي.

ده وویل په دې کې ۱۰۰ ناروغانو ته د اړتیا وړ وینه او نور لازم درمل په وړیا ډول ورکول کېږي، خو له پاتې نورو ناروغانو هم له درملو پرته، ډاکتران د معایناتو او نسخې فیسونه نه‌اخلي.

ډاکتر محمد نور ځدراڼ وايي چې دوی ته له هرات، غزني، کابل، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

له دې سره خوستوال وایي، که چېرې د ټولنې شتمن او بډایه کسان په ښه ډول د خلکو پر وړاندې خپله اسلامي او بشري وجیبه سر ته ورسوي، ډېری بې‌وزلو، یتیمانو، ناروغانو او په ځانګړي ډول، د تلاسیمیا له ناروغانو سره چې دایمي درملنې ته اړتیا لري، پوره مرسته کېدلای شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بینت په هرات کې دنیول شویو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه کوي

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی  ریچارد بینت
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايی په تیرو دریو ورځو کې لسګونه ښځې د طالبانو لخوا د وضع شوي حجاب د نه رعایت کولو له امله نیول شوي دي او دې له دې امله ډیر خواشینی دی.

ریچارد بینت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولې په اتلسمه ) په خپله ایکسپاڼه دغه نیول خپلسري ، نا قانونه او نه منونکي وبلل.

هغه ددغو نیولو د درولو غوښتنه وکړه او ددغو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت چارواکو او لدې ډلې دامربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبرپه دې هکله دازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

دهرات اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل په دې وروستیو د طالبانو له ویرې په ښار کې د ښځو تګ راتګ کې د پام وړ کمی لیدل کیږي .

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلیږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرست مشره جورجیت ګانیون د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ راپور وړاندې کړي. په پام کې ده چې امنیت شورا راتلونکې اونۍ په یوه بله غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما د غځیدو په اړه بحث وکړي. دغه ماموریت د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د څلورو میاشتو لپاره غځول شوی چې د اعتبارموده یې د روانې جون میاشتې په اولسمه نیټه پای ته رسیږي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ننۍ غونډې په درشل کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارو په دې هیواد کې د سخت بشري وضعیت ترڅنګ د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبرداری ورکړی. د دغو ادارو په خبره په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي بیساري حد ته رسیدلې ده.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د څلور اړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د څلوراړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت.

د مالدیف په کوربه توب په دې څلوراړخیزو سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالدیف ټیمونو ګډون کړی دی.

افغانستان تردې مخکې مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله‌ دېش سره یې لوبه مساوي کړې وه خو د یکشنبې په ورځ یې پاکستان ته لوبه صفر دوه وبایلله. خو له دې سره سره افغانستان د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په جدول کې دوهم ځای غوره کړی او پایلوبې ته یې لار وموندله.

افغانستان به په پای لوبه یا فاینل کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره مخامخ شي.

طالبان وايي فرشتې عمادي ځان زندۍ کړی؛ مخکې ویل کېدل چې وسله والو هغه وژلې

د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې
د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې

طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي د مړینې په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې هغې ځان وژنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې : د لومړنیو څېړنو په اساس د پنځلسمې حوزې اړوند یوې سیمه کې فرشتې ځان زندۍ کړی.

هغه ویلي د پېښې نور جزییات د عدلي طب د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته خپرېږي.

ځدراڼ ادعا کړې چې په ځینو رسنیو کې په دې اړه [آوازې] ناسمې دي.

فرشته عمادي د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه چې د مرګ خبر یې یونسیف د جمعې په ورځ تایید کړ.

په رسنیو کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په حواله راغلي و چې فرشته عمادي د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوې.

د افغانستان او هند یواځینۍ ټیسټ لوبه؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څه باندې ۴۵۰ منډې شاته دی

افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هند په یواځینۍ ټیسټ لوبه کې افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۵۱ منډې شاته ده.

هند په خپل اول دور کې چې شاوخوا یوه نیمه ورځ یې دوام وکړ د ۸ لوبغاړو په تاوان ۵۶۴ منډې وکړې.
افغانستان یکشنبه غرمه مهال لوبه پیل کړه چې د ورځې تر پایه یې ۱۱۳ منډې وکړې خو ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې یواځې رحمت شاه ښه وځلېد چې ناسوځېدلی پاتې او ۴۳ منډې یې کړي. هغه یواځینی افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ کې یې ۱۰۰۰ منډې هم پوره شوې.

په بالنګ کې بیا چټک بالر محمد سلیم د هند شپږ لوبغاړي سوځولي.

سلیم په یواځې سر ۲۷ اورونه کړي او ۱۴۰ منډې یې هم ورکړي.

یوناما په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو په نیولو اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو په نیولو او توقیف اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" په هرات کې د حجاب د نه مراعاتولو په تور د یو شمیر ښځو نیول د بشري حقونو ضد جدي اندېښنې راپارولي دي".

په وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو په هرات ولایت کې د هغو ښځو د نیولو او توفیف لړۍ پیل کړې چې د دوی په ټکو "سم حجاب" نه مراعات کوي.

خو په دې ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو ته وویل چې د مناسب حجاب او ماسک درلودو سربیره نیول او ځورول شوي دي.

د ښځو یوې فعالې فوزیه کوفي ادعا کړې چې تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې په هرات کې نیول شوې دي.

نیومن: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو مبارزینو ته غلط پیغام ورکوي

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا ته د طالب پلاوی بلنه هغو افغانانو ته غلط پیغام ورکوي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

نیومن پرون شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، په افغانستان کې میلیونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار راګرځول شوي دي.

تمه ده د اروپا کمیسیون په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوی کوربتوب وکړي.

تراوسه د دغه پلاوي د تګ نیټه روښانه نه ده.

د اروپا کمیسیون وايي، د طالب پلاوی سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.

له دې مخې طالب چارواکو تایید کړې وه چې د دوی یو پلاوی اروپا ته بلل شوی دی.

د افغانستان د کانکور ازموینې په څلورم پړاو کې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو به دا اونۍ ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د تیرو دریو پړاوونو غیرحاضر زده کوونکي، د اقوام او قبایلو ښوونځیو فارغین، د کابل ولایت دیني مدرسو فارغین، د څوارلسم ټولګي زده کونکي او د شپې پوهنځي زده کوونکي په دې څلورم پړاو کې برخه اخیستلی شي.

د اعلامیې له مخې د کانکور د دې مرحلې د برخه والو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل شوې ده او د کانکور ازموینه به د جمعې په ورځ( د جون ۱۲ مه) په کابل پوهنتون کې ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي اداره زیاتوي چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم ټولګي زده کونکو لپاره ځانګړې ازموینه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د څلورو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په جلا توګه ترسره شي.

دا ځل هم د تیرو نژدې پنځو کلونو په څیر نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کانکور امتحان ورکړي.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله سریلانکا ته ولاړه

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله روانه اونۍ په سریلانکا کې د کوربه هیواد او هند له الف لوبډلو سره درې اړخیزې لوبې پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې افغان ابدالیان لوبډله د شنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره سریلانکا ته ولاړه.

د افغانستان، سریلانکا او هند تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ سه شنبه پیلیږي او د جون تر یو ویشتمې دوام کوي.

د افغان ابدالیان لمړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د هند له الف لوبدلې سره ده.

کاناډا د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه جوړه کړه

په ملګروملتو کې د کاناډا استازولۍ اعلان کړی چې د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه یې د جمعې په ورځ د ملګروملتو د افغانستان د مرستندوی ماموریت او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د استازو په ګډون جوړه کړې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز د بشري حقونو حالت وارزول شو.

د کاناډا استازولۍ ویلي چې نړیوالو استازو د افغانستان د روان اقتصادي بحران، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د بشري مرستو د اړتیاوو په اړه بحثونه وکړل.

د افغانستان د ملګرو ډله یو مهم ډیپلوماتیک چوکاټ بلل کېږي چې هدف یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو او اقداماتو همغږي کول دي.

کاناډا، چې د دې ډلې له فعالو غړو څخه ده، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په رااړولو کې مهم رول لوبوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG