د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په افغانستان کې وروستۍ حملې او د لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې


  • انډیپنډنټ

انډیپنډنټ ورځپاڼې په خوست ولایت کې خونړۍ حملې ته کتلي دي.

په‎دې حمله کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۴ ټپیان شول.

د يکشنبې په ورځ دا برید د خوست ولايت په يوه جومات کې دننه وشو.

په‎دغه جومات کې د رأی ورکولو لپاره د نوم ثبتولو مرکز جوړ شوی و.

د دې حملې مسؤليت چا پر غاړه نه‎دی اخیستی.

انډیپنډنټ لیکلي چې طالبانو او د اسلامي دولت ځايي څانګو چې دواړې ډلې د ډموکراتيک بهير مخالفې دي، مخکې پر انتخاباتي مراکزو حملې کړې دي.

تېره مياشت په یوه حمله کې چې داعش ډلې يې مسؤلیت ومانه، د کابل په لوېديځ کې د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو پر یوه مرکز په حمله کې ۶۰ کسان ووژل شول او شااوخوا ۱۳۰ کسان ټپيان شول.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم په همدې اړه ليکلي دي.

په‎دې مقاله کې هم د روان کال له پيل راهیسې د طالبانو او داعش ډلې د حملو د زیاتېدو په اړه ليکل شوي دي.

په‎دغو حملو کې چې په کابل او نورو ځایونو کې شوي، سلګونه کسان وژل شوي دي.

وال سټريټ ژورنال ويلي، کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل نظامي مأموريت پای ته ورساوه، افغان ځواکونو د طالبانو او داعش پر وړاندې د جګړې مشري په غاړه واخیسته.

  • ګارډين

بریتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په کابل کې پر خبريالانو د اپرېل مياشتې د ۳۰مې نېټې حملو او د افغانستان د امنيتي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

په کابل کې پر خبريالانو په حمله کې د ازادي راډيو د درېيو خبريالانو په ګډون ۱۰ خبريالان ووژل شول.

داعش ډلې د دې حملې مسؤليت واخیست.

مقاله لیکي:

په‎داسې هېواد کې لکه افغانستان چې پر چارواکو د اداري فساد او بې‌کفايتۍ تورونه شته او امنيتي ځواکونه‌یې د سخت دريځو پر وړاندې جګړه کوي، د ازادو رسنیو موجوديت په‎دې معنی دی چې خلک لږ تر لږه معلومات تر لاسه کوي چې په هېواد کې يې څه روان دي.

مقاله لیکي، دا حمله ښيي چې سخت دريځي غواړي پر خبريالانو په حملو سره د جګړې په اړه د خلکو اذهان مغشوش کړي.

د بې‌پولې خبريالانو یو وروستی راپور وايي چې د افغانستان رسنۍ د سیمې په کچه او په خپل ګاونډيانو کې تر ډېرو ازادې دي.

مقاله د طالبانو تر سقوط وروسته کلونو پر مهال رسنۍ د افغانستان یوه لويه لاسته راوړنه بولي.

XS
SM
MD
LG