د امریکا متحده ایالتونو سنا جرګې د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک پومپئو ته د تأیید رأیه ورکړه.
پامپئو لهدې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو مرکزي ادارې یا «سي. ای. اې» مشري په غاړه درلوده.
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر د «سي.ای.اې» په ۱۵میاشتني ریاست کې د ټرمپ ډېر اعتماد خپل کړ.
سنا جرګې په ۵۷ موافقو او ۴۲ مخالفو رأیو د پومپئو بریا اعلان کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې نوي وزیر مایک پومپئو لوړه وکړه، ویې ویل چې دی به د جمعې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت په هوایي ډګر کې د ناټو غونډې ته د سفر په اړه وویل:
"هېڅ یو د بهرنیو چارو وزیر په تاریخ کې دومره ژر خپل لومړی سفر نه و پيل کړی لکه ده [مایک پومپئو] چې وکړ. لومړی به دی د ناټو تړون غونډې ته ورځي. هلته به دی زموږ د ناټو متحدینو په اهمیت یو ځل بیا ټینګار وکړي."
تر ناټو وروسته سعودي عربستان، اردن او اسرائیل ته سفرونه د مایک پومپئو په مهالویش کې پلان شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې مایک پومپئو د سعودي عربستان له پادشاه سلمان، د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د اردن له پادشاه عبدالله سره ګوري.
مایک پومپئو پهدې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د لیدنې د تنظیم په برخه کې هم ځینې کارونه کړي دي.
د رپوټونو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پومپئو د شمالي کوریا له مشر سره شاوخوا درې اوونۍ مخکې په شمالي کوریا کې لیدلي.
اخوا د دې لیدنې تازه عکسونه نن د بهرنیو چارو وزارت لهخوا خپاره شوي چې پهکې ښکاري پامپئو او کېم جونګ اون له یو بل سره په لاس روغبړ کوي.
د پامئو او کیم ترمنځ د لیدنې لومړني رپوټونه واشنګټن پوسټ د اپریل په ۱۷مه خپاره کړل.
تر پامپئو مخکې رکس ټېلرسن د بهرنیو چارو وزیر و چې تېره میلادي میاشت د ولسمشر ټرمپ لهخوا ګوښه شو.
صفيالله ستانکزی