د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۶

نړۍ

ډونالد ټرمپ ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني خبرداری!

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له تاریخي اټمي تړون څخه دې نه‌وځي.

روحاني وویل که متحده ایالات له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

روحاني چې نن‌یې له دولتي ټلوېزیون څخه وینا کوله وویل:

"زه سپینې ماڼۍ ته وایم چې که تاسو په خپلو ژمنو وفا ونه‌کړئ د ایران دولت به قوي عکس‌العمل وښیي."

ولسمشر ټرمپ د دغه تړون اروپایي لاسلیک کوونکو ته د مې د میاشتې تر نیمایي وخت ورکړی چې د ده په وینا په دې تړون کې وحشتانکې تېروتنې اصلاح کړي که نه متحده ایالات به ترې ووځي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې هغه بندیزونه به نور تمدید نه‌کړي چې د دغه تړون له مخې پر ایران لیرې شوي.

د دغه تړون له مخې چې په ۲۰۱۵ کال ایران له متحده ایالاتو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره لاسلیک کړی، پر دې هېواد د لوېدیځ له‌خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شوي او تهران هم په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی دی.

د ایران ولسمشر چې دغه وینا یې په تبریز کې زرګونه راټولو شویو کسانو ته کوله وویل چې که هر څوک دغه تړون ته خیانت وکړي باید پوه شي چې هغه به جدی عواقب ولري.

د هغه په وینا ایران هر ډول احتمالي وضعیت ته تیاری لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تهران کې د پرله‌پسې چاودنو راپورونه

په ایران کې ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سې شنبې په سهار (۲۶ حوت) د تهران په شمال کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

الجزیرې چاینل هم نن سهار راپور ورکړی چې د تهران په شمال کې، د سعدآباد ماڼیو کمپلېکس ته نژدې، څو لویې چاودنې اورېدل شوې دي.

د اسرائیل پوځ د تهران په وخت د سهار له پیل سره سم په خپل ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې

«په ټول تهران کې یې پر حکومتي بنسټونو د بریدونو پراخې څپې پیل کړې دي.»

د دغو راپورونو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه چې په ایران کې انټرنیټ پرې شوی او د معلوماتو ترلاسه کول محدود شوي دي.

اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی

له ښي خوا لاریجاني او غلامرضا سلیماني
له ښي خوا لاریجاني او غلامرضا سلیماني

اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی.

د اسرائیل پوځ وایي چې د سپاه پاسداران د بسیج سازمان مشر غلامرضا سلیماني یې په تهران کې په برید کې ویشتی او وژلی دی.

په ورته وخت کې څو اسرائيلي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي لاریجاني، هم ویشتل شوی دی. خو د ایران رسنیو تر اوسه دا خبرونه نه دي تایید کړي.

بریدجنرال غلامرضا سلیماني د ۱۳۹۸ لمریز کال له دوبي راهیسې د علي خامنه‌يي په حکم د بسیج سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د علي لاریجاني د برخلیک په اړه ضد او نقیض راپورونه

په همدې وخت کې اسرائیلي رسنیو د سې شنبې د ورځې شاوخوا غرمه مهال راپور ورکړ چې علي لاریجاني هم په نخښه شوی، خو لا روښانه نه ده چې وژل شوی که ټپي شوی.

رویټرز اژانس هم د څلورو اسرائيلي چارواکو له قوله دا خبر تایید کړی دی.

خو د ایران تسنیم خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نژدې بلل کېږي، د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې علي لاریجاني به په څو دقیقو کې یو پیغام خپور کړي.

ټرمپ: هرمز تنګي کې دایران لخوا ماینونه ایښودل ځان وژنه ده

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ، ارشیف
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ، ارشیف

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايی هرمز تنګی کې ماین ایښودل د ایران د حکومت لپاره ځان وژنه ده.

دونالد ټرمپ زیاتوي چې ایران سره جګړه په وروستیو ورځو کې په "ټول زور" سره دوام لري او تراوسه په دغه هیواد کې څه دپاسه ۷ زره ځایونه په نښه شوي دي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې اکثریت دغه اهداف پوځي او اقتصادي وو.

د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل ددوشنبې په ورځ په ایران کې د توغندیو او ډرونونو د تولید درې ځایونه هم په نښه شول.

ټرمپ د دوشنبې د ورځې خبرې غونډه کې ګواښ وکړ چې که سپاه پاسداران په هرمز تنګې ماینونه کیږدي دا به یې د ځان وژنې په څیروي.

هغه وویل چې دامریکا پوځ د ایران ټولې دیرش کشتۍ چې ماینونه یې ایښودل له مینځه یوړلې او په وینا یې ټولې اوس د سمندر په تل کې دې.

د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې "یو په بل پسې جګړې" فلم وګټلې

د یو په بل پسې جګړې فلم لوبغاړي او جوړوونکي
د یو په بل پسې جګړې فلم لوبغاړي او جوړوونکي

د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې One Battle After Another یا یو په بل پسې جګړه فلم وګټلې.

د اکاډمي یا اوسکار جایزو ۹۸ دور بېګا په لاس انجلس کې وشو.

یو په بل پسې جګړه د غوره فلم، ډایرکټر، اقتباسي سکرین پلې، ملاتړي رول، ایډيټنګ او د ښه کسټنګ یا لوبغاړو ګمارنې په کټګوریو کې غوره جایزې وګټلې.

تر څنګ یې د غوره نارینه فلمي ستوري جایزه مایکل بي جورډن د سینرز فلم لپاره وګټله.

د غوره فلمي نجلۍ جایزه هم جیسي بکلي ته د همنیټ فلم لپاره ورکړل شوه.

د دوبۍ د هوايي ډګر د پروازونو ځنډ د ډرون برید په سبب

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر سره پراخه اورلګېدنه
د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر سره پراخه اورلګېدنه

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر نن سهار د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلی چې له امله یې ټول پروازونه ځنډېدلي.

د دوبۍ چارواکو ویلي چې په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی او اور وژونکي توانېدلي د ډرون برید له کبله رامنځته شوی اور کنټرول کړي.

دا د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر د ایران دریم وار ډرون برید وو.

ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په ځواب په خلیج په تېره اماراتو کې بېلابېلې سیمې د ډرون او توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي.

د راپورو په اساس د جګړې له پیله ایران څه باندې ۱۲۰۰ ډرون بریدونه او لسګونه توغندي د متحده عرب اماراتو په لور ویشتي دي.

عراقچي: "له متحدو ایالتونو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران له متحده ایالاتو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري. عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ خپره شوه وویل: " موږ کافي باثباته او قوي یو. موږ یوازې د خپلو خلکو دفاع کوو." نوموړي په دې څرګندونو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې عراقچي زیاته کړه: "موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه موږ له هغوی سره په خبرو بوخت وو چې پریکړه یې وکړي چې پرموږ برید وکړي."

ولسمشرټرمپ له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه نه غواړم ځکه چې شرایط یې تر اوسه کافي ښه نه دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به د هرمز تنګي په شمال کې د ایران پرسواحلو بریدونه زیات کړي تر څو د تېلو د لېږد د بیا پیل لپاره لاره هواره شي.

د نړیوالې انرژۍ اداره وایي، غړي هیوادونه څه باندې ۴۰۰ ملیون بیرله تیل بازار ته عرضه کوي

د نړیوالې انرژۍ اداره، IEA وایي، له بیړنیو زېرمو څخه تېل به ژر نړیوالو بازارونو ته داخل شي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې غړو هېوادونو ژمنه کړې چې ټولټال۴۱۱،۹ میلیونه بېرله تېل به بازار ته عرضه کړي.

د رویترز آژانس د راپورله مخې دولتونو ژمنه کړې چې ۲۷۱،۷ میلیونه بېرله تېل به له دولتي زېرمو څخه برابر کړي، ۱۱۶،۶ میلیونه بېرله به د صنعت له اجباري زېرمو او ۲۳،۶ میلیونه بېرله به له نورو سرچینو څخه وړاندې شي.

د اعلامیې له مخي بازار ته د عرضه کیدونکو تیلو ۷۲ سلنه یې اومه یاخام او ۲۸سلنه یې د تیلو محصولات دي.

همدارنګه ویل شوي چې د اسیا ـ پاسپیک د سیمې د هیوادونو زېرمې به سمدستي اود اروپا او امریکا زېرمې به د مارچ میاشتې په پای کې بازار ته وړاندې شي. دا وروسته له هغې چې پرایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته چې د نړۍ د تیلو په لیږونکې مهمه لار، هرمزتنګي کې د تیلو لیږد ګډوډ شوی، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه بې سارې لوړه شوې ده.

زلنسکي؛ هیله من یم د ایران جګړه د اوکراین د هېریدو لامل نه شي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،"هیله من یم چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي".

څه باندې دوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو پر ایران برید کړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي.

زلنسکي چې خبریالانو سره خبرې کولی وویل،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو".

د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړې مهارت لري او "پر خپلو متحدانو يې غږ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي".

د راپورونو له مخې، اوکرایین په منځني خیتځ کې د جګړې له پیل راهیسې د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو یو شمیر متخصصان سیمه ته استولي دي.

زلنسکي پرون شنبې رویترز خبري اژانس سره مرکه ویلي و،" د متخصصانو د مرستې په بدل کې پیسې او تکنالوژي غواړو".


ټرمپ؛ له ایران سره توافق نه کوو، ځکه لا یې شرایط برابر نه دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ایران غواړي چې هوکړه وشي، خو زه نه غواړم چې داسې یوه هوکړه وشي، ځکه لا شرایط په کافي اندازه ښه نه دي".

هغه دا خبره شنبې ناوخته د ان بی سي نیوز سره په یوې ۳۰ دقیقې تلفوني مرکه کې کړې ده.

ټرمپ له ایران سره د جګړې د پایته رسولو په اړه د احتمالي هوکړې د شرایطو د پوښتنې په ځواب کې وویل،" نه غواړم هغه تاسې ته ووایم". خو هغه تایید کړه چې په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام دریدل به د هوکړې برخه وي.

ولسمشر ټرمپ وړاندې په دې مرکه کې ویلي، دا لا روښانه نه ده چې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي او کنه.

د هغه په ټکو،"موږ د هرمز تنګي د پاکیدو په حال کې یو او باورمند یم هغه هېوادونه به هم ډیر ژر له موږ سره یو ځای چې د تیلو په انتقال کې له ستونزو سره مخ شوي دي".

ایران د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګی چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تیل ترې تیریږي د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلی دی.

اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې په بې سارې کچه لوړې شوي دي.

پاکستان کې د امریکا سفارت د کارکوونکو تګ راتګ او فعالیت محدودیت کړی

پاکستان کې د امریکا یوه قنسولګري
پاکستان کې د امریکا یوه قنسولګري

امریکا متحده ایالتونو په پاکستان کې د خپل سفارت او ټولو قنسولګریو د کارکوونکو په تګ راتګ یو لړ محدودیتونه لګولي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې هلته پلان شوي لاریونونه څاري او د لویو راټولیدنو، ګڼې ګوڼې، ټرافیکي ازدحام او په سیمه کې د مبایل خدماتو او انټرنېټ د ممکنه اختلال امکان موجود دی.
دغه سفارت ویلي چې د مارچ تر پنځلسمې به په ټولو استازولیو کې د امریکايي کارکوونکو تګ راتګ محدود وي.

د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.

په ایران د امریکا د برید او د ایران د مخکیني رهبر علي خامنه يي د وژنې په غبرګون د مارچ په لومړۍ قهرجنو شیعه مظاهره چیانو په کراچۍ کې د امریکا په سفارت برید وکړ.

په غبرګون کې یې د قنسولګرۍ امنیتي ساتونکو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

تر هغه را وروسته په کراچۍ او لاهور کې د امریکا ټول قنسولي خدمات ځنډول شوي.

همداراز په پېښور کې هم د امریکا جنرال قنسولګري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ماموریتونو د تنظیم د پروګرام په چوکاټ کې د تل لپاره تړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG