افغانستان
حکومت سره یوځای شوې ډله: ایران د ټاپي د مخنیوي لپاره وسلې راکولې
په هرات کې د وسلهوالو طالبانو یوې ډلې چې له حکومت سره یوځای شوې، ادعا کړې چې ایران وسلې ورکولې او لارښوونهیې ورته کوله چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړېدو مخنیوی وکړي.
پژواک خبري اژانس ویلي چې د اتو وسلهوالو دا ډله د یکشنبې په ورځ په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې ده.
د هرات د پولیسو مشر پژواک ته ویلي چې دې کسانو د هرات په پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې تخریبي فعالیت کاوه.
خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه د دې کسانو ادعا تر څېړنې لاندې ده.
وليزاده وویل، د څېړنو له بشپړېډو سره به معلومات له خلکو سره شریک کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په اوږدمهال کې به د ښي لاس موټر بندوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي د ښي لاس شتیرینګ موټر د افغانستان د قوانینو خلاف دي او د ټرافیکي پېښو لامل ګرځي.
قانع زیاته کړې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې د ښي لاس موټرو ته د تمدید سټیکر لګوي او یواځې به په همغو ولایتونو کې ګرځي.
قانع وروسته له هغه دا بیان خپور کړی چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښي لاس شترینګ موټرو له زیاتېدو شکایت وکړ.
دوی ویل چې د طالبانو اکثر غړي له دغو موټرو استفاده کوي او ګڼې ټرافیکي پېښې هم د دغو موټرو له خوا کېږي.
د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي د دفاع او عامې روغتیا وزارت د متقاعدینو حقوق ورکوي
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې د دفاع او عامې روغتیا وزارت متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکوي.
دغه وزارت یکشنبه په یوه بیان کې خبر ورکړی چې د دغو دوو وزارتونو د متقاعدینو حقوق به د چنګاښ په شپږمه په نوبتي شکل تادیه کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې متقاعدین باید له مراجعې مخکې د پنشن په نوم د یوه ویبسایټ له لارې نوملیکنه وکړي.
مخکې له دې، یو شمیر متقاعدینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی انټرنیټ او ټیکنالوژۍ ته ډېر لاسرسی نه لري او ورته ګرانه ده چې انلاین نوملیکنه وکړي.
متقاعدینو همدارنګه شکایت درلود چې دوی ته ورکړل شوې پیسې تر اصلي اندازې ډېرې کمې دي.
د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې په وینا، په افغانستان کې له ۱۷۰،۰۰۰ څخه ډیر ملکي او نظامي متقاعدین موجود دي چې اکثرو یې تقاعدي نه ده اخیستې.
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی
لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلي مومند د یکشنبې په ورځ د جون ۲۱مه د جرمني د شتوتګارټ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
دی د مړینې په وخت ۶۷ کلن وو او ویل کېږي چې له سرطان ناروغۍ کړېده.
د ښاغلي مومند د مړینې خبر د هغه د کورنۍ د غړو په حواله په افغان رسنیو کې ډېر منعکس شوی.
جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر شیرولي شیر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې ښاغلی مومند د یکشنبې په ورځ وفات شوی.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې.
مومند له فضا څخه په افغانستان کې له خپلې مور سره خبرې وکړې.
دی چې په افغانستان کې د غزني ولایت و د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شو او هلته له خپلې مېرمنې او دریو اولادونو سره اوسېده.
ښاغلی مومند کلونه وروسته په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د هغه د سفر ۲۵ کلیزه وه، افغانستان ته ولاړ او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو.
ایران یو افغان تبعه اعدام کړی؛ ۷۰ کلن همایون نورزهي د مخدره موادو په تور په اعدام محکوم و
د ایران د بشري حقونو سازمان «هەنگاو» وایي ایراني چارواکو د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې یو سپین ږیری افغان تبعه همایون نورزهي اعدام کړی دی.
دغه ناروې میشتي سازمان یکشنبه ناوخته لیکلي چې دا افغان تبعه دوه کاله مخکې نیول شوی و او د مخدره موادو اړوندو جرایمو په خاطر په اعدام محکوم و.
اویا کلن همایون نورزهي یکشنبه سهار د زابل په زندان کې اعدام شوی.
د ایران دولتي رسنیو او د دغه هیواد د قضايي قوې رسمي سرچینو لا تر اوسه دا خبر نه دی اعلان کړی.
تېره پنجشنبه هم د عبدالله جلالي په نوم یو افغان تبعه د مخدره موادو د جرمونو اړوند په زاهدان زندان کې اعدام شوی.
د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د دغو اعدامونو په دوام نیوکه کړې ده.
د راپورونو له مخې اکثر دا کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.
قزاقستان او افغانستان د ۳ میلیارډه ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی
قزاقستان او افغانستان د خپلو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په ترڅ کې په راتلونکو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۳ میلیارده امریکايي ډالرو هدف ټاکلی دی.
د کاسپین پوست ورځپاڼې د راپورله مخې دا هدف په کابل کې د قزاقستان ـ افغانستان د کلني سوداګریز فورم پر مهال مطرح شو، چې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي په کې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پراختیا دلارو چارو په اړه په خپلو ویناوو سره پرانیست.
په دې فورم کې د قزاقستان له ۵۰ څخه زیاتو شرکتونو ګډون کړی و، چې د کرڼې، انجینرۍ، ټکنالوژۍ، کیمیاوي صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
تمه کیږي له دې غونډې وروسته دواړه لوري افغانستان ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د ګرځنده تشخیصي طبي تجهیزاتو د ۴۵۰۰ دستګاوو د سپارلو لپاره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړي.
دغه پرمختللي تجهیزات به د روغتیايي خدماتو د ښه والي، چټکو طبي معایناتو او په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د ناروغیو د تشخیص په برخه کې مهم رول ولوبوي. د راپورله مخې دا قرارداد د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په ۹ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او هند د کریکټ لوبډلو ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه افغانستان کې د ټاس له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ چې په ۴۴ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره واتونید هند ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړي.
خو د هند لوبډلې په ۲۸م اوور کې ۲۲۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
این سومین دور از مسابقات یک روزه بود که میان افغانستان و هند برگزار شده بود.
دا د افغانستان او هند د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو دریمه لوبه وه.
هند د ټورنمنټ مخکیني دوه لوبې ګټلي وې او د دې لوبې په ګټلو سره يې دا لړۍ وګټله.
د هرات په یو صنعتی ښارګوټي کې اورلګیدنې یو کس وژلی
د هرات په یوه صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله یو کس مړ شوي او په میلیونونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه اورلګیدنه کې د یو کس د مړینې د خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دغې اورلګیدنې سوداګرو ته ۲۰میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
تراوسه د اورلګیدنې علت روښانه نه دی.
تیرکال د هرات په یو بل صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله د دغه ولایت سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو غیرقانوني اخراج کې پایته ورسیږي
د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د "غیرقانوني اخراج" د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د شنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼه ولیکل،"په میلیونو افغان کډوالو د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو شړل کیږي".
د دې سازمان په ټکو، اخراج شوي افغان کډوال په داسې حال کې بیرته هغه افغانستان ته ستنیږي چې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی او بشري حقونه په کې په جدي توګه نقض شوي دي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، "په غیرقانوني توګه د افغان کډوالو نیول دې پایته ورسول شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د افغان کډوالو ملاتړ دې وشي".
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په تیر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو نژدې درې میلیونه افغان کډوال په جبري او دواطلبانه توګه بیرته افغانستان ستانه شوي دي.
د قزاقستان جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ
د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ د دغه هیواد یو جګپوړی پلاوی تېره شپه کابل ته ورسېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې سفر اصلي هدف د «افغان–قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم» جوړول او په کابل کې د قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پرانیستل دي.
د وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو اسانتیا او په افغانستان کې د قزاقستاني توکو لپاره د بازار موندنې هڅې هم د دې سفر له مهمو محورونو څخه دي.
قزاقستان، سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي دي.
په پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو د حملو په اړه د طالبانو او پاکستان ادعاوې او د خلیلزاد سپارښتنه
په داسي حال کې چې پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د طالبانو له لوری د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو ادعا ردوي، طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د دوی بې پېلوټه الوتکو د خیبر د باړې سیمې په قمبرخېلو کې د داعش مهم پټنځای په دقیق ډول ویشتی او هغه ویجاړ کړی دی.
خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې د پاکستان خاورې ته له داخلېدو سره سم د خیبر په شینکو سیمه کې ویشتې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان طالبانو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.