د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۸

د کرنې د پراختیا د صندق یو کارکوونکی په بند محکوم شو


د کرنې د پراختیا د صندق «ای. ډي. اېف» یو کارکوونکی د ۲۸۵۶۰۰۰۰ افغانیو په اختلاس د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې له‎خوا د چهار شنبې په ورځ د پنځه کلونو او یوې میاشتې بند او د اختلاس شویو پيسو په ورکړه محکوم شو.

دی د ځان په اړه د محکمې پرېکړه غیر عادلانه ګڼي او په اختلاس شویو پیسو کې د کرنې د پراختیا د صندق بهرني کار کوونکي ښکېل ګڼي.

د درنو جرمونو پر وړاندې د استېناف محکمې قاضي انیسه رسولي وویل، دغه حکم وروستی نه‎دی او محکوم کولای شي پورته محاکمو ته مراجعه وکړي.

د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز شااوخوا دوه کاله دمخه جوړ شوی چې تر اوسه‌یې د بېلابېلو وزارتونو ځیني لوړپوړي چارواکي د فساد، اختلاس او داسې نورو جرمونو له امله محاکمه او د بند سزا یې وراورولې ده.

XS
SM
MD
LG