د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۰

د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند سردار محمد همراز له نړۍ سترګې پټې کړې


د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون تکړه ویاند، لیکوال او شاعر سردار محمد همراز د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ملي راډيو ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره مرحوم همراز څه باندې ۴۰ کاله په ملي راډیو ټلوېزیون کې د خپرونو ویاند او د نطاقانو مدیر و.

مرحوم همراز د ننګرهار او لغمان ملي راډیو ټلوېزیونو د ریاست تر څنګ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم پاتې شوی و.

د معلوماتو له مخې مرحوم همراز د ژورنالیستیکي کارونو تر څنګ کلونه کلونه د کابل او ننګرهار په بېلابېلو لېسو او ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه هم دندې ترسره کړي.

مرحوم يو ښه شاعر او لیکوال هم و چې ورڅخه ځیني چاپ او ناچاپ اثار هم پاتې دي.

د هنر، فرهنګ او ژورنالیزم لارویان د نوموړي مړینه د ژورنالیزم او فرهنګ په برخه کې لویه ضایع بولي.

XS
SM
MD
LG