د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۴

د جوزجان د فیض‎اباد ولسوالۍ پر یوې پوستې وسله‌والو برید کړی


د جوزجان ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې وسله‎والو طالبانو تېر ماښام د فیض‎اباد ولسوالۍ د حیدراباد کلي په مربوطاتو کې پر یوې پوستې برید کړی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حفیظ‌الله خاشي وویل چې دا د سیمه‎ییزو پولیسو او ولسي پاڅون‎کوونکو اړوند پوسته وه چې دوی ته په‎کې زیان نه‎دی رسېدلی، خو د خاشي په خبره په متقابلو نښتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG