د انتخاباتي چارو یو شمېر متخصصین وايي، د انتخاباتو په پروسه کې د سیاسي ګوندونو نه همکاري، د انتخاباتو پر پروسې بد اغېز کوي.
دوی وايي، حکومت باید د امکان تر بریده په انتخاباتو کې د سیاسي احزابو ونډې ته زمینه برابره کړي.
د ازادي راډيو خبریال محمد حدیث پردېس د انتخاباتي چارو له متخصص جان داد سپین غر سره مرکه کړې چې په سر کې نوموړی په انتخاباتو کې د سیاسي احزابو د ونډې پرڅرنګوالي غږیږي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: