د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۰

په کابل کې د ښځو د مطالعاتو لومړنی مرکز پرانيستل شو


په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې او پیاوړتیا په هدف په کابل کې د ښځو د مطالعاتو لومړنی مرکز پرانيستل شو.

د دغه مرکز غړې شهلا فرید نن شنبه په کابل کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د دغه مرکز له لارې به د افغان مېرمنو د ژوند بېلابېل اړخونه څېړل کېږي او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو د هواري لپاره لارې چارې وړاندې کېږي.

اغلې فرید وايي، د افغانستان د ښځو د مطالعاتو مرکز به د خپلو څېړنو له لارې د ښځو د حقونو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د دغه مرکز جوړېدل ستايي او ورسره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

XS
SM
MD
LG