د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۹

د مصر په سینا ایالت کې اته مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي


د مصر په سینا ایالت کې نن شنبه په یوې نښته کې اته مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

د مصر پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، وسله والو چې ځانوژونکي واسکټونه او لاسي بمونه يې لرل، د سینا په مرکزی برخه کې سهار مهال پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

په دې پېښه کې ۱۵ سرتېري ژوبل شوي دي.

دا په مصر کې واک ته د دوهم ځل لپاره د ولسمشر عبد الفتاح سیسي تر رسېدو وروسته د وسله والو تر ټولو لویه او خونړۍ حمله بلل کېږي.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې د مصر حکومت په دې هېواد کې د تېر کال بېړنی حالت، سږ کال تمدید کړ.

XS
SM
MD
LG