د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۳

خوستوال: د ټاکنو د نوم لیکنې لپاره به د تذکرو اخیستل ستونزمن وي


دوی چې نن د شنبې په ورځ یې په خوست کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې په پیل غونډه کې راټول شوي وو، زیاته کړه، که چېرې په دې برخه کې شته ستونزو او اندېښنو ته پاملرنه ونشي، ممکن د ټاکنو پر شرایطو برابر ډېری ښځې او نارینه ورڅخه محروم شي.

د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان په یاد ولایت کې د ډېریو ښځو او نارینه وو د تذکرو نشتون، یوازې د نوم لیکنې په خپل مرکز کې رأیه اچونه، د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی، امنیتي ګواښونه او د تابعیت د تذکرو د جوړولو اوږد اداري پروسیجر، په راتلونکو ټاکنو کې د دوی د ګډون پر وړاندې ستونزې بولي.

اخوا د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د میلمستون په ودانۍ کې په ټاکنو کې د ګډون لپاره له نوم لیکنې وروسته د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، دوی ډاډه دي چې په یاد ولایت کې به د نوم لیکنې او رأی اچونې بهیرونه په ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

د خوست والي پر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو او د ټولو ټولنیزو بنسټونو په فعالانو غږ وکړ چې دده په وینا، د دې برخلیک ټاکوونکې پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي او د نظام، د ټاکنو د کمېسیون او امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او چاته دې اجازه نه ورکوي چې دا ملي پروسه اخلال کړي.

که څه هم پخوا څو ځلې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ځنډول شوي، خو دا ځل د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکنې به د روان لمریز کال د تلې پر ۲۸ مه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG