د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۰

د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته وويل چې نن شنبه د غرمې ۱۲ بجې د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند، د جادې به سیمه کې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان ګل احمد ګرانی د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی .

د سرچينې په وينا، په دې برید کې د ګل احمد ګراني یو ساتونکی هم ټپي شوی دی .

د کندهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته زياته کړې چې حمله کوونکي پر موټر سايکل سپاره وو او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي .

ګل احمد ګرانی د تېرو څو کلونو را په دېخوا د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان و چې نن کندهار ته راغلی و او په غلچکي برید کې ووژل شو.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG