د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۲

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ د هاوان مرمۍ دوه ماشومان وژلي


د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د يوه هاوان مرمۍ د لګېدو په پيښه کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې، پېښه تېره ورځ «۳۱» غربي سيمه کې د يوه هاون مرمۍ لګېدو له امله چې لا تر اوسه معلوم هم نه دی چې له کوم، لوري راغلی رامنځته شوې ده.

ځواک وویل په دې پېښه کې۲ ماشومان وژل شوي او دوه ټپيان دي.

نوموړي وويل په دې اړه د مسؤلو کسانو لخوا پلټنې پيل شوي دي چې وروسته به يې معلومات وشي.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي محمد انور خان وويل د۳۱ غربي سيمه د کمال خان په نوم کور کې هاوان لګېدلی چې پر مهال يې څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وويل هلته ته تازه عمليات رسېدلي دي.

د ايمر يجنسي روغتون روغتيايي کار کوونکي وايي، دوی ته له دې پېښې​ دری ماشومان راوړل شوي چې يوه ساه ورکړې ده يوه روغتيايي حالت اوس هم نازک دی او د دريم حالت ښه دی.

XS
SM
MD
LG