د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۶

پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو د حملې په اړه د واشنګټن پوسټ تبصره


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د غزني پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو حملې ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، په دې حمله کې افغان حکومتي چارواکو ويلي، د درو لوړپوړو چارواکو په ګډون پنځلس کسان وژل شوي دي.

ورځپاڼې د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو د يوه استازي محمد عارف رحماني له قوله لیکلي چې د خواجه عمري ولسوال، د امنيت مدير او د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر په وژل شويو کې شامل دي.

رحماني ويلي، پر دولتي ودانۍ چې په ټينګه يې امنيت ساتل شوی وو، حمله د شپې پر شا او خوا دوې بجې پیل شوه.

بروکنګز انستيتيوت:

د بروکنګز انستيتيوت خپرونې د یوه لوړپوړي امریکايي جنرال د خبرو په اړه مقاله خپره کړې ده.

جنرال راجر تورنر چې په هلمند کې د اپراتيفي قواوو د مشر په توګه دنده تر سره کړې، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې د وضعيت په اړه په دې وروستيو کې په دغه انستيتيوت کې په يوه بحث کې ګډون کړی دی.

ده ويلي، د ۲۰۱۷مېلادي کال له اپرېل څخه د ۲۰۱۸مېلادي کال تر جنورۍ پوري ټيم يې خپل افغان شریکان دومره پياوړی کړل چې له طالبانو ابتکار واخلي.

جنرال تورنر زیاته کړې چې د دوی افغان شريکانو خپل مهارتونه تر لاسه کړي او طالبان يې پر شا تمبولي دي.

د خپرونې په وينا، دغه امریکايي جنرال زیاته کړې چې په هلمند ولايت کې د نړيوالو ځواکونو تر کمېدو وروسته طالبان د دغه ولايت پر لور په چټکۍ ورغلل.

جنرال تورنر ويلي چې افغان ځواکونه په بشپړه توګه په دفاعي حالت کې وو او روحيه يې له لاسه ورکړې وه.

ده زياته کړې چې دغو ځواکونو احساس کاوه چې د حکومت او بل هيڅ چا له خوا يې ماتړ نه کېده.

د بروکنګز انستيتيوت خپرونې د دغه جنرال له قوله ليکلي چې داسي وضعيت دوام ونه کړ او ډېر مهم خدمات وشول لکه د هلمند ولايت د هوايي ډګر بيا پرانيستل کېدل.

د جنرال تورنر د اټکل له مخې، حکومت د هلمند ولايت د هغې برخې چې زيات نفوس لري، کنټرول په خپل لاس کې لري.

XS
SM
MD
LG