د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۰

د هېواد په اتو زونونو کې ۸معیاري ترانسپورتي ترمینلونه جوړېږي


افغان حکومت په پام کې لري چې د هېواد په اتو زونونو کې اته معیاري ترانسپورتي ترمینلونه جوړ کړي.

د ترانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ آزادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه:

"د کابل په څلورو دروازو او په هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف کې داسې ترمینلونه چې هرراز امکانات به پکې وي په پام کې نیول شوي دي او وبه رغول شي."

په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د اراضي ریاست ته امر کړی چې د اتو ترانسپورتي ترمینلونو د جوړولو لپاره ځای تثبیت کړي.

د دې ترمینلونو د جوړولو د لګښتونو به اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG