د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۰

د عراق په شمال کې پرون د یوې جنازې پر مراسمو بمي حملې لس کسان ووژل.

راپورونه وايي، د بغداد د شمال په ۲۸۰ کېلومترۍ کې په شرقت سیمه کې دوه بمي چاودنې وروسته له هغه وشوې چې یوه جنازه هدیرې ته راوړل شوه.

د صلاح الدین والي علي دودې Ali Dodeh پرون وویل چې ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه په څوارلسو ټپیانو کې ډېری په نازک حالت کې دي.

د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی او په خپل خبري آژانس اعماق کې یې ویلي دي چې په دې حمله کې هغه جنګیالي په نښه شوي چې له عراقي پوځ سره یوځای یې داعش ډله له عراق څخه وایستله.

د عراق حکومت په ډسمبر میاشت کې پر داعش ډلې بریا اعلان کړه خو ویل کېږي چې د دې هېواد په ځینو برخو کې د دې ډلې خورې ورې ډلګۍ لاهم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG