د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۱

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې خپل ماین چاودنې ۲ داعشیان وژلي


د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، په چپې درې ولسوالۍ کې چاودنې ۲داعش وسله‌وال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پورې تړلو وسله‌والو باندې د چپې درې ولسوالۍ اړوند د دیګل سیمه کې خپل ماین چاودېدلی چې په‌کې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي.

تر اوسه یادې ډلې د شوې چاودنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG