د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۳

د کندز د امام صاحب پر ولسوالۍ د طالبانو حمله پر شا تمبول شوې


د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو برید پر شاتمبول شوی.

د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو مخالفینو د دې ولسوالۍ د کُنجک په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی و چې پر شا وتمبول شو.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې ۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴ تنه یې هم ټپیان شوي دي او سربېره پردې په دغې نښته کې یو تن سیمه ییز پولیس هم وژل شوی دی.

ولسوال زیاتوي چې وسله وال مخالفین د مرګ ژوبلې په لېدو سره له سیمې

وتښتېدل.

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي، ادعا کوي چې طالبانو په دغه برید کې ۵ تنه اربکیان وژلي او ۱۰ تنه یې هم ټپیان کړي دي.

خو د امام صاحب ولسوالۍ سمه ییز چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG