د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۴۰

د ایران په اصفهان کې سلګونه بزګرانو مظاهره کړې


د ایران په اصفهان ښار کې په سلګونه بزګرانو مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکو پرون چهارشنبه د دوهمې ورځې په مخه حکومت تورن کړ چې د اوبو د سرچینو په وېش کې پاتې راغلی دی.

په ډله‎ییزو رسنیو کې د دې مظاهرې په خپرو شویو وېډیوګانو کې پر سړکونو ګڼ کسان ښکاري چې شااوخوا ورته پولیس ولاړ دي.

پولیسو خبرداری ورکړی، که چا د حکومت پر ضد شعار ورکړ، وبه نیول شي، خو تر اوسه د کوم کس د نیولو خبر نه‎دی خپور شوی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د اصفهان سربېره د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د اوبو پر سر اعتراضونه شوي دي.

د ایران د هوا پېژندنې د ادارې په وینا د هېواد ۹۷ په سلو کې په یو نه یو ډول له وچکالۍ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG