د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۳

د روسیې په خاباروفسک ښار کې د هليکوپټرې لوېدو ۶ تنه مړه کړي


د روسیې په ختيځ ښار خاباروفسک کې یوه هليکوپټر لوېدلې او شپږ کسان په‌کې مړه شوي دي.

د خاباروفسک کرای سيمه‌ییز حکومت وويل چې «ايم. ای. ۸» هليکوپټر د ځايي هوايي شرکت فوستوک له‌خوا اداره کېده او نن لوېدلې ده.

په وينا یې په هليکوپټر کې سپاره ټول شپږ سپرلۍ مړه شوي.

پلټونکي کمېټې د دې پېښې په احتمالي لاملونو کې خراب موسم او تخنيکي ستونزه يادې کړې دي.

ځايي چارواکو سبا د اپرېل ۱۲مه د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG