د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۳۵

په زابل او ارزګان کې یو شمېر وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې


په زابل او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ وسله‎والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن يحی علوي وایي چې تېره شپه د «ISAF» د ځواکونو له لوري د زابل د شاجوی ولسوالۍ د خاکي په سيمه پر وسله‎والو هوایي بريد ترسره شوی چې په پايله کې يې د محمد نعيم په نوم د طالبانو يو ځايي قوماندان له خپلو درېيو نورو ملګرو سره يوځای وژل شوی دی.

علوي همداراز وویل چې د ارزګان د مرکز د ګوګريت په سيمه کې هم د ملي اردو ځواکونو د طالبانو پر يوه مرکز هوایي بريد کړی چې له امله‌يې د طالبانو د يو سرګروپ په ګډون درې وسله‎وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په‎دې تړاو تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG