د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۴

په هرات ولایت کې نښتې ۱۵ وسله‎وال طالبان وژلي


د هرات ولایت چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو په نښته کې ۱۵ وسله‎والو طالبان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا نښتې پرون په چشت شریف کې شوي او ۸ نور وسله‎وال طالبان ټپیان هم دي.

د ښاغلي فرهاد په خبره یو افغان سرتېری او یو تن پاڅون‎وال هم په‎دې نښتو کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په هرات کې د وراوښتې مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG