د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۵۲

په بغلان کې ټرافیکي پېښې یو تن وژلی او ۹یې ټپیان کړي


په بغلان ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې، یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د ټرافیکو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د مرکزي بغلان د چهارشنبې‌تپه په سیمه کې شوې ده.

د بغلان ولایت د ټرافیکو مدیر محمد نبي‎زاده وايي، په پېښه کې چې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ښځې او ماشومان هم ټپیان دي.

ښاغلي نبې‎زاده ویلي، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي وه.

XS
SM
MD
LG