د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۴

په کندز کې زده‌کړي ځوانان له دولته د کاري زمينو برابرول غواړي


په کندز کې یو شمېر زده‌کړي ځوانان وايي، دولت باید دوی ته د کار زمينه برابره کړي.

دغه ځوانان چې د هېواد له مختلفو پوهنتونونو او بېلابېلو پوهنځیو فارغ شوي، وايي چې بې‌کارۍ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

دوی زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې په دولتي ادارو کې پرته له تنظیمي، حزبي او شخصي اړیکو، دنده موندل خورا ګران کار دی او په خبره‌یې چې اوس‌مهال دوی په سختو او شاقه کارونو بوخت دي.

دغه ځوانان د ملي یووالي د حکومت له رهبرانو غواړي چې د دوی له ظرفیت او پوهې دې د نظام په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د کندز د ځوانانو امر عبدالغفور هوتک هم د ځوانانو د بې‌کارۍ ستونزه تأییدوي او وايي، دوی هڅې پیل کړي ترڅو زده‌کړي ځوانان د ټولنې په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګمارل شي.

ښاغلی هوتګ ټينګار کوي چې باید تعلیم یافته ځوانانو ته د موجوده نظام په بېلابېلو ادارو کې د کار زمينه برابره شي.

دی وایي، نږدې ۵۰۰ ځوانان له دوی سره ثبت او راجستر دي چې له مختلفو تحصیلي بنسټونو څخه فارغ شوي، خو بې‌کاره دي.

XS
SM
MD
LG