د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

علي وزیر: د پېښور غونډه د پښتنو په تاریخ کې بې سارې وه


علي وزیر
علي وزیر

د یکشنبې په ورځ په پېښور کې لسګونه زره پښتنو د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره احتجاجي غونډه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بنسټګر علي وزیر ازادي راډیو ته وویل چې په پېښور کې دا غونډه د پښتنو په تاریخ کې بې سارې وه او د پښتنو غږ یې نړۍ ته ورساوه.

هغه وویل، د پېښور غونډې ته شاوخوا دوه لکه پښتانه ورغلي و و او د مې په ۲۲ مه به په لاهور کې چېرته چې د ده په خبره د واک بنسټ دی یوه ورته لویه غونډه ترسره کړي.

له علي وزیر سره د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې او لومړۍ پوښتنه یې د غونډې د ترسره کېدو او د ګډونوالو په اړه کړې ده.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG