د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۳۳

چارواکي: په خاص ارزګان ولسوالۍ کې څه باندې ٢٠ وسله وال وژل شوي


د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه کې د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په ځمکنيو او هوايي حملو کې څه باندې ٢٠ تنه «تروريستان» وژل شوي دي.

د دې قول اردو وياند محمد صادق عيسى نن یکشنبه رسنيو ته وويل، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا شوي دي.

دی زیاتوي:

"په دغو عملياتو کې ٢٢ تنه وسله وال ترورېستان وژل شوي، ۱۰ تنه يې ټپيان دي؛ يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف د دفاعي او امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د دښمن په زياته پيمانه درنې وسلې له منځه وړل شوې دي."

تر دې مخکې د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي ازادي راډيو ته ويلي وو، د وسله والو طالبانو لاس ته د خاص اروزګان ولسوالۍ د لوېدو خطر له منځه تللى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG