د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۱

سوريې او متحدانو يې د دوما ښار پر ختیځه برخه خپلې حملې زیاتې کړي


د سوريې پوځ او متحدانو يې د دوما ښار پر ختیځه برخه خپلې حملې زیاتې کړې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې په همدې سیمه کې د هوايي بریدونو له امله، لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي ووژل شول.

د سوريې د بشري حقونو ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې له پرون راهیسې د سوريې او روسيې جنګي الوتکو ۳۰ ځله بمباري کړې ده.

دې ډلې ویلي، هیلیکوپټرو نن شنبه د دمشق ختیځ ته پرتې دې سیمې باندې ۲۵ بلري بمونه غورځولي دي.

په همدې حال کې د سوريې دولتي ټلویزیون پر دوما ښار د تازه هوايي بریدونو وډیوګانې او تصوریونه خپاره کړي چې تور لوګی ترې خیژي.

XS
SM
MD
LG