د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۵۵

چارواکي: په ارزګان کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي


د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا څخه ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په کوټوال، خانقي، سولې او ګوګرک سیمو کې ګډو امنیتي ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه کړي چې پرمهال یې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې په حواله، دا عملیات په دغه ولایت کې د نصرت (۰۱) په چوکاټ کې د پیل شویو عملیاتو یوه برخه ده چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو وسلی او مهمات هم له منځه تللي دې.

هاخوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنالیک کې ادعا کړې چې دغلته یې د افغان پوځ روان عملیات په شا تمبولي او په خبره یې چې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍکې ۲ امنیتي پوستې سقوط کړي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو بیا تراوسه د وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG