د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۲

چارواکي: په زابل کې د طالبانو په یوه برید کې ۴ پولیس وژل شوي


د زابل مقامات وايي، د طالبانو په یوه برید کې دغلته ۴ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د زابل د ارغنداب ولسوال امیرجان الکوزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو ته دا مرګ ژوبله تېره شپه اوښتې ده.

نوموړي وویل، په ارغنداب کې په یوې جلا پېښه کې د ماین یوې چاودنې دوه سرتېري ژوبل کړي او له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې دوه طالب وسله وال نیول شوي دي.

طالبانو د زابل د ورستیو امنیتي پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG