د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۹

دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ وسله‎وال وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ملي اردو په تهاجمي عملیاتو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب او زابل ولایتونو په شمول په ځینو نور برخو کې شوي دي.

په دې عملیاتو کې ځمکنیو ځانګړو ځواکونو ۶۶ او هوايي ځواک ۸۳ بریدونه کړي دي.

د دولت ضد وسله‎والو مخالفینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG