د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۲۶

د لوګر چارواکي: په څرخ کې به لسګونه تړل شوي ښوونځي پرانېستل شي


د لوګر چارواکي هیله‎مند دي چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې لسګونه تړل شوي ښوونځي به راتلونکی اوونۍ پرانېستل شي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، وسله‎والو طالبانو په څرخ کې وروسته تر هغې ۳۰ ښوونځي وتړل چې د دې ډلې یو قوماندان او یو شمېر وسله‎وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

ښاغلي صالح وویل:

"موږ د سیمې له مخورو او دیني عالمانو غوښتي دي چې د دې ښونځیو په بېرته پرانېستلو کې همکاري وکړي.هغوي پرون طالبانو ته تللي وو او طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ به دا ښوونځي پرانېستل شي."

د لوګر د والي ویاند وايي، د دې ښونځیو د تړل کېدو له امله د څرخ ولسوالۍ ۱۲ زره زده‎کونکي له درسونو پاتې دي.

XS
SM
MD
LG