د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۲

د هرات پوليسو د نشه‎يي توکو درې تنه قاچاقچیان نیولي


د هرات پوليسو درې تنه نيولي چې له هېواده دباندې يې لسګونه کېلو ګرامه نشه‎يي مواد قاچاق کول.

د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو مديريت رسنيو ته وويل چې دوی دوه تنه د ۲۰ کېلو ګرامو هيروئينو په تور نيولي او عدلي او قضايي مرکز ته‌يې سپارلي دي.

دې دوو تنو غوښتل چې دغه نشه‎يي مواد د هرات له غوريانو ولسوالۍ څخه اسلام‌قلعه ته قاچاق کړي.

بل‌‎خوا د اسلام‌قلعه پوليسو يو بل تن هم د قاچاقو په تور نيولی دی.

دې سړي غوښتل چې ۲۵۰ کېلو ګرامه هيروئين ايران ته قاچاق کړي.

د هرات سرحدي پوليس وايي چې دا نشه‎يي مواد يې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ ايښي و.

XS
SM
MD
LG