د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۴۶

په کندهار ولایت کې درې کېلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول


درې کېلو ګرامه نشه‎يي مواد په داسې حال کې ونيول شول چې د کندهار له هوايي ډګره هندوستان ته قاچاق کېدل.

د کندهار هوايي ډګر مسؤلينو د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، درې تنو چې تر درې کېلو ګرامو ډېر هيروئين‌يې په يوه بیک کې ځای پر ځای کړي وو غوښتل‌يې د کندهار له هوايي ډګره‌يې ډېلي ته يوسي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې د هوا له لارې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې ده.

XS
SM
MD
LG